ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر پوهنې ریاست: ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو له کمښت سره مخ یو

د لوګر پوهنې ریاست: ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو له کمښت سره مخ یو

author avatar
9 Apr 2022 - 14:44
د لوګر پوهنې ریاست: ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو له کمښت سره مخ یو
author avatar
9 Apr 2022 - 14:44

پل علم (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي چې دې ستونزې د دغه ولایت د پوهنې بهیر ټکنی کړی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د پوهنې بهیر د ښه والي په موخه مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو ته اړتیا ده چې دوی یې له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: ((د پوهنې په بهیر کې زموږ لویه ستونزه د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو کمښت دی؛ اوس مهال موږ په لوګر کې ۸۰۰ ښوونکو ته اړتیا لرو چې باید په دندو وګومارل شي. دغه راز ۴۰ سلنه زده کوونکو ته درسي کتابونه نه دي رسېدلي.))

هغه زیاته کړه، څو ځلې یې له پوهنې وزارت څخه غوښتي چې د دغه ولایت د ښوونکو تشکیل ډېر کړي او زده کوونکو ته درسي کتابونه ورکړي.

د ده په خبره، که اړوند وزارت پر وخت د دوی غوښتنه و نه مني او د ښوونکو ۸۰۰ تش بستونه ډک نه کړي، نو په مرکز او ولسوالیو کې به لسګونه ښوونځي تړلي پاتې شي.

بل خوا زده کوونکي هم له پوهنې وزارت څخه غواړي چې د ښوونکو او کتابونو د کمښت ستونزه دې هواره کړي.

د پل علم د شاهي کلا عالي لیسې د نهم ټولګي زده کوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال یې په ښوونځي کې نه یوازې د ځینو مضمونونو ښوونکي نه وو، بلکې درسي کتابونه یې هم نه لرل چې دې چارې د زده کړې بهیر اغېزمن کړی و.

هغه زیاته کړه، له پوهنې ریاسته غواړي چې دا ستونزې حل کړي څو سږ کال بیا د زده کړې بهیر له ستونزو سره مخ نه شي.

د کلنګار عالي لیسې د والدینو شورا مشر سید حامد پژواک اژانس ته وویل، حکومت مسوولیت لري چې زده کوونکو ته د تدریس مناسب ځای، مسلکي ښوونکي، درسي کتابونه او ټول اړین امکانات برابر کړي.

هغه زیاته کړه: ((موږ د څو ښوونځيو د والدینو شوراګانو استازي په ګډه په خپلو ښوونځیو کې د ښوونکو او زده کوونکو د کمښت له امله د پوهنې ریاست ته په شکایت ورغلي یوو؛ هغوی دا ستونزه منلې ده او اړوند وزارت ته په کار ده چې حل یې کړي.))

لوګر ټولټال ۲۷۶ ښوونځي لري او څه باندې ۱۳۶ زره زده کوونکي زده کړه په کې کوي چې ۴۰ زره یې نجونې دي.

دغه شمېر زده کوونکو ته د ۳ زره ۵۲۵ ښوونکو له خوا زده کړه ورکول کېږي؛ خو د ځايي مسوولینو او زده کوونکو په وینا بسنه نه کوي.

Views: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.