کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي چې په کابل ښار کې یې پنځه انسان تښتوونکي نیولي او د هغوی له بنده یې یوه نجلۍ هم راخوشې کړې ده.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د وري په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې څو ورځې مخکې د کابل ښار شپاړسمې حوزې اړوند سيمه کې يوه نجلۍ تښتول شوې وه.
هغه وایي چې له هغه وروسته دغه تښتول شوې نجلۍ د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د شپاړسمې حوزې امنيتي کسانو د انسان تښوونکو له بنده راخوشې کړې ده.
د نوموړي په وینا چې د دې پېښې په تړاو پنځه کسان چې په کې يوه ښځه هم شامله ده، نيول شوي دي.
Views: 164
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن