[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱) : امریکا او هندوستان یو ځل بیا په افغانستان کې پر یوه ټول ګډونه حکومت جوړولو ټینګار کړی او له دغه هېواد سره یې د مرستو ژمنې کړې دي.
دامریکا دفاع وزیر لوی اسټن او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن، د «هند-امریکا د ۲+۲ وزیرانو» په نامه یوه غونډه کې چې پرون(دوشنبه) جوړه شوې وه؛ د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر او دفاع وزیر راجنات سینګ د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته وفادار پاتې شي.
د امریکا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو دغه راز په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو د ټینګار تر څنګ ژمنه وکړه چې د افغانستان په اړه به له نژدې سلا مشورې ولري؛ څو «ټول افغانان یوه ټول ګډونه او سوله ییزه» اینده ولري. دوی دغه راز د افغانستان اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په اړه هم وغږېدل.
د هند او امریکا یادو وزیرانو د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته په پام، پرېنږدي چې افغانستان بیا د “ترهګرو په روزنتون” بدل شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۵۹۳ پرېکړه لیک کې د افغانستان په هکل راغلي چې د افغانستان خاوره باید هیڅکله د بل هېواد پر ضد د بریدونو او ګواښونو لپاره ونه کارول شي؛ د ترهګرو په پناه ځای یا روزنتون بدل نشي، یا هم په هغه ځای کې او یا له هغه ځایه ترهګریز بریدونه طرحه او تمویل نشي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، له دې وړاندې د متحده ایالتونو، اروپایي ټولنې او اروپایي هېوادونو استازو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی و چې له افغانستان سره د بشري مرستو دوام د افغانستان د سرپرست حکومت کړنو او نړیوال مکلفیت ته د دې ډلې پابندۍ پورې اړه لري.
دغه راز سرچینې زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د بشري کړکېچ پر وړاندې اقدام د نړیوالو بشري قوانینو ته پاملرنه ایجابوي.
د امریکا او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو دغه راز د اوکراین د کړکېچ په اړه او په هغه هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي پر سملاسي درېدلو ټینګار او بحث وکړ او په یوه غږ یې د ملکيانو وژل وغندل. پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د روسي ځواکونو له خوا د ملکي اوکراینیانو د وژنو رپوټونه ورکړل شوي دي.
[/restrict]
Views: 279
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن