میدان ښار (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۱): د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې يو ورور خپله خور په چړې وژلې ده.
د جلریز ولسوال قاري صبغت الله پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه لس بجې د تکانې سیمه کې د حشمت الله په نوم یوه کس خپل خور د چړې په واسطه حلاله کړې ده.
هغه زياتوي، د قتل انګېزه نه ده معلومه؛ قاتل په تېښته بریالی شوی، خو امنیتي مسوولین یې د نیولو هڅه کوي.
د يادونې وړ ده چې ډېرى مهال دغه شان پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته کېږي.
Views: 550
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن