[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني، د دغه ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تښتوونکو له بنده د یو تن د خوشی کولو خبر ورکوي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي چې خوشی شوی کس محمد حسین نومېږي او شاوخوا ۲۲ ورځې مخکې د کابل ښار د شپږمې حوزې له مربوطاتو څخه تښتول شوی و.
د ده په وینا، محمد حسین تېره ورځ د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په باغ بالا سیمه کې د تښتوونکو له بنده خلاص شو.
ځدراڼ وایي، تښتوونکي په تېښته بریالي شوي او د نیولو هڅې یې روانې دي.
[/restrict]
Views: 82
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن