ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي: د امر بالمعروف معنا په حکومتولۍ کې د فساد ختمول او د ټولنې اصلاح ده

حنفي: د امر بالمعروف معنا په حکومتولۍ کې د فساد ختمول او د ټولنې اصلاح ده

author avatar
11 May 2022 - 18:59
حنفي: د امر بالمعروف معنا په حکومتولۍ کې د فساد ختمول او د ټولنې اصلاح ده
author avatar
11 May 2022 - 18:59

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۱): د امر بالمعروف او نهی عن النمکر وزارت سرپرست د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره لیدنه کې ویلي چې دغه وزارت د نظام او ټولنې د اصلاح لپاره جوړ شوی دی.

د امر بالمعروف او نهی عن النمکر وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي په دې لیدنه کې د ښځو د حجاب په اړه د وروستي فرمان په تړاو او د دغه وزارت پر کړنو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د امر بالمعروف او نهی عن النمکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي ویلي چې دغه وزارت د نظام او ټولنې د اصلاح لپاره جوړ شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده لیدنه کې حنفي نيکولسن ته په اشارې ویلي، انسان تر ټولو لوړ ارزښت لري او په اسلام کې اصل دا دی چې د هیچا حق باید تلف نه شي. د هغه په ​​وينا، د امر بالمعروف معنا دا ده چې په حکومتولۍ کې د فساد ختم او د ټولنې اصلاح راشي.

حنفي څرګنده کړې: «زموږ د وظیفې یوه مهمه برخه دا ده چې د هغو خلکو شکایتونو ته چې حقوق یې د امارتیانو له لوري تر پښو لاندې شوي، غوږ ونیسو او حق یې وروسپارو.»

دغه راز هغه ویلي: «لکه څرنګه چې بې حجابي په غیر اسلامي هېوادونو اجباري ده؛ حجاب د اسلام یو حکم او افغانستان یو اسلامي هیواد دی؛ له همدې امله مو د حجاب حکم صادر کړ.»

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.