ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کویټه کې د پښتو ژبې درې ورځنی نړیوال سیمینار پیل شو

په کویټه کې د پښتو ژبې درې ورځنی نړیوال سیمینار پیل شو

author avatar
13 May 2022 - 17:03
په کویټه کې د پښتو ژبې درې ورځنی نړیوال سیمینار پیل شو
author avatar
13 May 2022 - 17:03

[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۱): د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې «د سوېلي پښتونخوا ادبي، تاریخي او کلتوري یون» تر سرلیک لاندې درې ورځنی نړیوال سیمینار نن پیل شو چې د افغانستان په ګډون له بېلابېلو سیمو پښتانه لیکوال، ادیبان او شاعران وربلل شوي دي.

دغه درې ورځنی نړیوال سمینار د کویټې د پښتو اکاډمي له خوا جوړ شوی چې د سوېلي پښتونخوا پر ادب، تاریخ او کلتور به مقالې په کې وړاندې شي.

لیکوال او شاعر او د کویټې پښتو اکاډمي منشي خلیل باور پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیمینار ته د بلوچستان ایالت ترڅنګ له خيبر پښتونخوا او افغانستان څخه تر ۲۰۰ پوهان، لیکوالان، ادیبان او شاعران- چې مېرمنې هم په کې شاملې دي- بلل شوي دي.

هغه زیاته کړه، له افغانستانه دغه سیمینار ته ۹ کسان بلل شوي وو چې ۴ يې ورغلي خو نور د ویزې د ستونزو له امله نه دي ورغلي.

له افغانستانه دغه سیمینار ته په ورغلو مېلمنو کې لیکوال او شاعر لال پاچا ازمون، د علومو اکاډمي غړی ظاهر شکېب او نور شامل دي.

باور وايي، د دغه سیمینار ځانګړتیا دا ده چې د سوېلي پښتونخوا د پښتني سیمو پر ادب، تاریخ او کلتور به مقالې وړاندې شي او له نړیوالو ادیباتو سره به یې پرتلیز جاج واخیستل شي.

د ده په خبره، د دغه سیمینار تر ټولو لویه موخه دا ده چې له سوېلي پښتونخوا تر خېبر پښتونخوا، افغانستان او نورو هېوادونو پورې پښتنو ادیبانو ته یو پراخ چوکاټ جوړ شي، تل له یوه او بل سره وویني، بحثونه او مناظرې وکړي او ټول په شریکه ګډ یون پيل کړي.

د افغانستان د علومو اکاډمي غړي ظاهر شکېب پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیمینار ته رسمي بلل شوی او ګډون یې په کې کړی دی.

هغه زیاته کړه، سیمینار نن (جمعه) پیل شو چې یوه علمي ناسته یې پای ته ورسېده او اوس یې دویمه علمي ناسته دوام لري.

دی وايي، په لومړۍ ناسته کې د سوېلي پښتونخوا د تخلیقي ادب اړوند د «غزل» په اړه مقالې وړاندې شوې او اوس یې پر بله برخه «نظم» د مقالو اورولو لړۍ روانه ده.

هغه دغه ډول علمي او ادبي سیمینارونه ګټور وبلل چې په کې د بېلابېلو سیمو پوهان، ادیبان او لیکوالان له یوه او بل سره نږدې ویني، د نظرونو او افکارو تبادله کوي، اړیکې یې جوړېږي او ترمنځ یې یووالی راځي.

د یادونې ده، په دغه نړیوال سیمینار کې د علمي مقالو ترڅنګ په دویمه ورځ مشاعرې او په درېیمه او وروستۍ ورځ موسیقي ته هم ځای ورکړل شوی دی.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په کویته کې د پښتو ژبې او ادب ورته نړیوال سیمینارونه جوړ شوي د دواړو لورو پوهانو او لیکوالانو برخه په کې اخیستې ده.

[/restrict]

Views: 85

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.