میدان ښار (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۱): د میدان وردګو د عامې روغتيا رياست وايي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې لېونۍ پيشو څلور کسان او يوه غوا داړلي دي.
د دغه ولایت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد زرک ځيرک پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون د چک ولسوالۍ په چوڼۍ کلي کې شوې ده.
ده زياته کړه چې د سيمې خلکو پرون ناوخته له روغتيايي سرچينو سره معلومات شريک کړي او نن سيمې ته د ډاکټرانو يو پلاوی رسېدلی دی.
هغه وويل چې دغه پلاوي د سمپل په توګه د يادې پیشو سر پرې کړی او د کابل مرکزي لابراتوار ته يې لېږلی څو د ده په وينا، له تشخيص وروسته يې واکسن پيدا شي.
زرک زياته کړه چې که څوک د لېونۍ پيشو له خوا داړل شوي وي نو ژر دې له روغتيايي مرکزونو سره اړيکه ونيسي.
Views: 678
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن