[restrict paid=”true”]
ګردېز(پژواک، د غبرګولي لومړۍ ۱۴۰۱): د پکتيا چارواکي وايي، د هغې سروې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي چې له مخې به يې د ځاځي اريوب ولسوالۍ تفريحي سيمه په ملي پارک ونومول شي.
د دوی په خبره يادې سيمې د يوه ملي پارک لپاره ټول معيارونه پوره کړي او د ځینو ادارو له خوا جوړ شوی ټيم پرې کار کوي.
چارواکو دغه خبرې د هغه سفر په ترڅ کې وکړې چې يادې ولسوالۍ ته د همدې سروې د ارزولو په موخه تللي وو.
د پکتيا والي مولوي محمد عليجان محمدي پژواک ته وويل: «د ولايت مقام له خوا ګومارل شوی ټيم په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې پر دې کار کوي چې د دې سيمې هر اړخيز معلومات وکړي څو دغه سيمه د څومره خلکو د تفريح لپاره مساعده ده او څومره امکانات لري.»
نوموړی وايي، په دې سروې کې د سيمې آب و هوا، ځنګلونه، ځنګلي حيوانات، مرغان، د مسافرو لپاره د پاتې کېدو امکانات، امنيت او نور اړين مسايل په پام کې نيول کېږي.
محمدي وویل چې دغه سروې له لوړپوړو چارواکو سره شريک او بيا رسما دغه سيمه په ملي پارک نومول کېږي.
والي زياته کړه، د يادې سروې ٧٠ سلنه چارې بشپړې دي او پاتې نور به يې هم ژر ترسره شي.
د پکتيا ولايت د چاپيريال ساتنې ریيس مولوي عبدالهادي وايي: «تر اوسه پورې چې کوم معلومات ددې سيمې په اړه ترلاسه شوي، دا ايجابوي چې دغه سيمه بايد له پخوا څخه په ملي پارک نومول شوې وای.»
دی وايي، که د ځاځي اريوب تفريحي سيمه رسما په ملي پارک ونومول شي، نو له يوې خوا به د خلکو پام ورته زيات شي او له بلې خوا به پر يوې عايداتي سرچينې هم بدله شي.
نوموړي له يونسکو او نورو ادارو څخه وغوښتل چې دې سيمې ته پاملرنه وکړي او د يوې تاريخي او تفريحې سيمې په توګه يې له ځان سره ثبت کړي.
د يادونې ده، د پکتيا ځاځي اريوب سيمې ته په ځانګړو ورځو کې د هېواد له ډېرو ولايتونو څخه خلک د تفرېح لپاره راځي؛ خو په دې سيمه کې د خلکو د پاتې کېدو او ګرځېدو لپاره امکانات محدود دي.
[/restrict]
Views: 236
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن