ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اقتصادي کمېسیون: د برېښنا شرکت د غیراختیاري پروژو تړونونه دې لغوه شي

اقتصادي کمېسیون: د برېښنا شرکت د غیراختیاري پروژو تړونونه دې لغوه شي

author avatar
23 May 2022 - 16:33
اقتصادي کمېسیون: د برېښنا شرکت د غیراختیاري پروژو تړونونه دې لغوه شي
author avatar
23 May 2022 - 16:33

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): اقتصادي کمېسیون وایي، له شرکتونو سره د برېښنا د غیراختیاري پروژو قراردادونه دې فسخه او له تخنیکي اړخه دې د مس عینک کان تړون او د ابو نصر فراهي بندر نړیوال کېدل وڅېړل شي.

ارګ پر خپل ټويټر ليکلي چې د اقتصادي کمېسیون غونډه د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ترسره شوه.

سرچينه زياتوي چې اقتصادي کمېسیون د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، ښارجوړونې وزارت او د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د مس عینک کان د استخراج په اړه د چین له اېم سي سي «MCC» کمپنۍ سره د شوي تړون تخنیکي اړخونه په پوره جزئیاتو سره تحلیل او یاد کمېسیون ته یې په اړه راپور وړاندې کړي.»

د راپورونو له مخې، په لوګر کې د مس عینک کان د استخراج تړون د ۳۰ کلونو لپاره  په ۱۳۸۸ کال کې له یادې کمپنۍ سره شوی دی.  د «جیانګزي» په نوم بله چینایي کمپنۍ هم په دې پروژه کې ۲۵ سلنه ونډه لري.

د دغه کان په سیمه کې کیندنې شوې او یوازې په ۱۳۹۹ کال کې هلته ۳۱۰۰ تاریخي اثار وموندل شول، خو د کان اړوند چارې ډېرې ورو پر مخ تلې او تر اوسه یې د استخراج چارې نه دي پیل شوې.

ارګ لیکلي چې اقتصادي کمېسیون د برېښنا شرکت ته اجازه ورکړه څو له قراردادي شرکتونو سره د برېښنا شرکت د غیراختیاري پروژو شوي تړونونه فسخه کړي، تجهیزات دې ترې تسلیم شي او ساتنه يې دې وکړي.

سرچینې په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.

دغه راز ياد کمېسيون د کرنې وزارت، د مالیې وزارت د ګمرکاتو ریاست، صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سټنډرډ ملي ادارې ګډې کمېټې ته دنده سپارلې څو د «ابو نصر فراهي» سوداګریز بندر د نړیوال کېدو په موخه د یادې موضوع په اړه تخنیکي بحثونه او څېړنې ترسره او راپور یې دغه کمېسیون ته وړاندې کړي.

دغه بندر چې له ایران سره پر پوله پروت دی، له فراه ښار څخه ۱۲۱ کیلومتره لرې موقعیت لري.

د راپورونو له مخې، له ياد بندره نفتي توکي، سمنټ، سرامیک، کاشي اوسپنیز او نور سوداګریز توکي راوړل کېږي او حکومت له دغه بندر څخه هر کال میلیاردونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي.

Views: 357

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.