ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې «سنځل ګل دودیزه مشاعره» وشوه

لوګر کې «سنځل ګل دودیزه مشاعره» وشوه

author avatar
25 May 2022 - 17:39
لوګر کې «سنځل ګل دودیزه مشاعره» وشوه
author avatar
25 May 2022 - 17:39

[restrict paid=”true”]

لوګر (پژواک، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۱): په لوګر کې سنځل ګل دویزه مشاعره جوړه شوه چې د دغه ولایت په ګډون د پکتیا، پکتیکا، خوست او میدان وردګو ولایتونو شاعرانو، فرهنګیانو، د شعر مینه والو او چارواکو هم پکې ګډون کړي وو.

په دې مشاعره کې لسګونو شاعرانو شعرونه واورول چې تر ډېره سولې او ورورولۍ ته ځانګړي شوي وو؛ دغه راز د شعر په ژبه د نجونو د ښوونځیو د پرانېستلو غوښتنه هم وشوه.

د دې تر څنګ لیکوالانو بیا په خپلو ویناوو کې له سرپرست حکومته وغوښتل چې د هېواد په کچه ادبي او فرهنګي ناستو جوړولو ته اجازه ورکړي او له فرهنګیانو ملاتړ وکړي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال په سنځل ګل مشاعره کې د لوګر د شاعرانو او لیکوالانو په ګډون د خوست، پکتیا، پکتیکا او میدان وردګو ولایتونو تر زرو ډېرو شاعرانو ګډون کړی وو.

هغه زیاته کړه، د تېر په پرتله په سږنۍ مشاعره کې د خلکو د ګډون کچه پراخه وه؛ شاعرانو او فرهنګیانو ته په کې بشپړه ازادی ورکړل شوې وه او له امن څخه په ډکه فضا کې دغه مشاعره ترسره شوه.

دی وايي، د شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو ملاتړ کوي؛ د هغوی د هڅونې په موخه یې په دغه ولایت کې د سنځل ګل په نوم ادبي بهیر هم پیل کړی او ژر به د شاعرانو د شعري ټولګو د چاپولو او خپرولو چارې هم پیل کړي.

د مشاعرې ګډونوال هم وايي چې سږ کال په دغه مشاعره کې د خلکو ګډون پراخ وو او ښه ترسره شوه.

د لوګر یوه لیکوال او شاعر رحمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال سنځل ګل مشاعره په امنه فضا کې وشوه، خو پر شاعرانو ځینې محدودیتونه وضع شوي وو.

هغه زیاته کړه: «په مشاعره کې ډېرو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو ګډون کړی وو، خو هغوی ته اجازه نه وه چې اننقادي شعرونه ولولي او د اصلاح په موخه پر اوسني نظام نیوکې وکړي.»

لوګر کې هر کال د سنځل ګل دودیزه مشاعره او مېله د سنځلې ګل له غوړېدلو سره سمه جوړېږي چې د هېواد له ډېرو ولایتونو څخه په کې شاعران او فرهنګیان ګډون کوي.

[/restrict]

Views: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.