کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ګورنو بدخشان په ناارامه سیمه کې یې پنځه نور وسلهوال وژلي دي.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د غبرګولي په ۱۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دولتي ځواکونو د د ګورنو بدخشان په روشن ولسوالۍ کې پنځه «ترهګر» وژلي او یو مشکوک کس یې د وسلهوالو د مشر په تور نیولی دی.
د کورنيو چارو وزارت دا هم ویلي چې د افغانستان سرحد ته په نږدې پرته یوه سیمه کې یې د دې ډلې اړوندې پټې کړې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړې دي.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکو د ازادۍ راډیو تاجکي څانګې ته ویلي، وژل شوي کسان، «ترهګر» نه، بلکې سولهییز معترضان وو.
د دوی په وینا، د وژل شویو کسانو شمېر د چارواکو له خوا تر اعلان کړې شمېرې څو څلې زیات دی.
دوی ویلي چې ځیني وژل شوي کسان څو ورځې مخکې د هغوی د خپلوانو له خوا خاورو ته سپارل شوي دي.
Views: 379
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن