ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۸ سلنه کموالی راغلی

اروزګان کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۸ سلنه کموالی راغلی

author avatar
16 Jun 2022 - 17:13
اروزګان کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۸ سلنه کموالی راغلی
author avatar
16 Jun 2022 - 17:13

[restrict paid=”true”]

ترینکوټ (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د اروزګان د کرنې ریاست مسوولین او کروندګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۸ سلنه کم شوي چې لامل یې وچکالي، د تریاکو کښت او کروندګرو ته پر وخت د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې نه ورکړه ده.

د اروزګان کروندګر هر کال د نورو کښتونو ترڅنګ په پراخه کچه غنم هم کري چې په وسیله یې هم خپلې اړتیاوې پوره کوي او هم یې پر نورو یې پلوري.

د اروزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنې برخې د ترویج مدیر انجنیر قدرت‌الله حمیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال د دغه ولایت پر ۲۷زره ۱۲۸ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي وو، خو سږ کال پر ۲۴زره ۹۵۷ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې د تېر په پرتله ۸ سلنه کموالی ښيي.

هغه زیاته کړه، تېر کال د اروزګان کروندګرو له خپلو ځمکو ۹۱زره ۹۵۱ متریک ټنه غنم تر لاسه کړي وو، خو سږ کال یې ۸۴زره ۵۹۴ متریک ټنه غنم تر لاسه کړي چې د دغه ولایت د وګړو یوازې ۶۰ سلنه اړتیا پوره کولای شي.

دی وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله للمي غنم نه دي کرل شوي چې دا هم د حاصلاتو د کمښت یو لامل دی.

د نوموړي په خبره، په همدې بنسټ یې امنیتي ارګانونو ته مکتوب لېږلی چې له دغه ولایت څخه د باندې د غنمو د لېږد مخنیوی وکړي، څو په راتلونکي کې د دغه ولایت اوسېدونکي د غنمو له کمښت سره مخ نه شي.

حمیدي زیاتوي، په ټوله کې وچکالي، د تریاکو کښت او کروندګرو ته پر وخت د غنمو د اصلاح شوي تخم او سرې نه ورکړه هغه لاملونه دي چې سږ کال په اروزګان کې د غنمو حاصلات کم شي.

دی وايي، د کرنې ریاست د مرکز ترینکوټ په ګډون په ځینو ولسوالیو کې د غنمو اصلاح شوی تخم ووېشه، خو ټولو کروندګرو ته یې د ورکولو توان نه درلود.

نوموړي هیله وښودله چې په راتلونکي کال کې دا ستونزې حل شي او دغه ولایت به وکړای شي د اړتیا وړ غنم او نور کرنیز محصولات ولري.

اروزګاني کروندګر هم وايي، سږ کال یې د غنمو د حاصلاتو کچه ټیټه وه او ونه توانېدل چې د خپلو کورنیو د اړتیا وړ غنم تر لاسه کړي.

د مرکز ترینکوټ یوه کروندګر سردار ولي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال وچکالي او د غنمو د کرکیلي پر مهال د کروندګرو له خوا کښتونو ته د کېمیاوي سرې نه ورکړه، د دې لامل شوه چې حاصلات یې کم شي.

یو بل کروندګر وحیدالله بیا د کرنې ریاست پر مسوولانو نیوکه کوي چې له هغوی سره یې د اصلاح شوو تخمونو او کېمیاوي سرې مرسته و نه کړه نو ځکه یې حاصلات کم شول.

د یادونې ده چې د اروزګان ترڅنګ د هېواد په نورو سوېلي ولایتونو کې هم سږ کال د غنمو حاصلات لږ وو.

د اروزګان کروندګر له مسوولانو غواړي چې په دغه ولایت کې د اوبو سرچینو د پراختیا او کرنې د ودې په موخه د اوبو بندونه وتړي او وخت په وخت دې ورسره د اصلاح شوو تخمونو او کېمیاوي سرې مرسته وکړي.

[/restrict]

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.