کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۱): افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د سرپل له بلخاب ولسوالۍ خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ بللي او وايي چې «ټولې خواوې» باید بشري حقونو ته درناوی وکړي، خو حکومتي چارواکي بیا یاد راپورونه ردوي او وايي چې بې اساسه او پروپاګند دي.
د تېرې جمعې ورځ (د چنګاښ ۳مه) ځیني راپورونه خپاره شول چې ګواکې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او د یوه ځایي هزاره توکمه قوماندان مولوي مهدي د پلویانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د راپورونو له مخې، مهدي د سرپرست حکومت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې هزاره توکمه قوماندان و، خو له څه مودې راهیسې یې ترې لار بېله کړې ده.
د ملي دفاع وزارت د شنبې په ورځ یوه اعلامیه کې وویل: «څو ورځې وړاندې د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د سرپل ولايت اړوند بلخاب ولسوالۍ کې د بغاوتګرو پر وړاندې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل؛ دغو ځواکونو نن سهار د هغو سيمو په نيولو سره چې باغيان په کې موجود وو، عملیات پای ته ورسول.»
سرچينې لیکلي وو چې عمليات لا هم د يادې ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو پاکولو په موخه له کوم خنډ پرته پر مخ روان دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارد بنټ ویلي چې له بلخاب څخه د ناقانونه وژنو، د ملکي وګړو بېځایه کېدو، د ملکیتونو ویجاړولو او د بشري حقونو د نورو سرغړونو راپورونه ځورونکي دي.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي:« په افسوس سره چې د دې واقعاتو تصديق د معلوماتو په نه شتون، د انترنت په نه شتون، مطبوعاتو په نه شتون کې زیانمن شوي دي.»
نوموړي زیاته کړې: «ټول اړخونه باید د بشري حقونو نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون ته درناوی ولري.»
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ دا خبر ردوو، په بلخاب کې هيڅ نه دي پېښ شوي، هلته حتی لوی جنګ نه دی شوی، صرف د دې لپاره چې هغو باغيانو هلته سرغړاوی او تمرد کړی و؛ د هغوی د کنټرول لپاره ځواکونه رسېدلي وو او له رسېدو سره سم هغوی وتښتېدل او سيمه يې پرېیښې وه.»
دی زياتوي، د بلخاب ټولې سيمې تر کنټرول لاندې دي او ټول ارګانونه د اسلامي امارت له ځواکونو سره دي، هیڅ جګړه نه ده شوې.
هغه وايي: «هلته ارامه ارامي ده، دا وژنې او څه چې ويل کېږي، بلکل غلط او بېاساس دي؛ متاسفانه دغسې څرګندونې همېشه د بېاساسه افواهاتو او پروپاګندو پر اساس کېږي چې متاسفانه لوی نهادونه يې نشروي.»
د ریاستالوزرا مرستیال تېره ورځ د افغانستان د اهل تشیع له یو شمېر علماوو او مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، حکومت نه غواړي ملکي خلکو ته زیان واوړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ملت منځ کې «فتنې» راپورته کړي.
سرچينې لیکلي چې په ليدنه کې شریفي بلخابي د ګډونوالو په استازیتوب ویلي چې د بلخاب خلک سوله خوښوي، هېوادپال دي او د هيڅ ډول ستونزو غوښتونکي نه دي.
ده د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي: «د دې ستونزو اصلي عاملین هغه کسان دي چې له دې مسایلو ناوړه استفاده کوي.»
Views: 66
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن