پل علم (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د لوګر په محمد اغې او برهکي برک ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو په پایله کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدانس پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړۍ پېښه تېره ورځ مازدیګر ناوخته د محمداغې ولسوالۍ په واغجان تنګي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، په یاده سیمه کې یو کرولا موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی چې له امله یې موټر چلوونکی مړ او بل کس ټپي شوی دی.
دغه راز دی وايي چې دویمه پېښه د برهکي برک ولسوالۍ په تګاب سیمه کې شوې چې له امله یې یو کس ټپي شوی دی.
ده وویل، په یاده سیمه کې یوه کرولا له ټېلر موټر سره ټکر کړی چې له امله یې یو کس سخت ټپي شوی دی.
نوموړی زیاتوي چي دواړه پېښې د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې احتیاطۍ له امله شوې دي.
د لوګر اوسېدونکي هم په دې وروستیو کې د کابل- لوګر پر لویه لار د ترافیکي پېښو زیاتېدو خبره کوي او وايي، لامل یې د عمومي سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ده.
Views: 367
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن