پلعلم، غزني (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱): په لوګر کې د يوې کورنۍ څلور غړي او په غزني کې دوه ځوانان د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د يوې کورنۍ څلور غړي د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیعالله صمیم د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې پېښه تېره شپه شاوخوا اته نيمې بجې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې رامنځته شوې ده.
صمیم زياته کړه چې امنیتي ځواکونو د يادې پېښې د عاملینو د نیولو هڅې پيل کړې دي.
بلخوا، د پېښې عيني شاهدان هم وايي چې وژل شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي او د دوو کسانو له خوا ورباندې ډزې وشوې.
د پلعلم ښار یوه اوسېدونکي او د پېښې عیني شاهد محمدجاوید پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره شپه شاوخوا ۸ نیمې بجې د پلعلم ښار په ښاروال څلور لاري کې دوه مخ پټي وسلهوال یوې نانوايي ته ننوتلي او د یوې کورنۍ څلور غړي یې په ډزو وژلي دي.»
نوموړي زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې درې وروڼه او یو د تره زوی شامل دي.
هغه دغهراز وویل چې درې کسان ځای پرځای ووژل شول او يو کس د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
د پلعلم ښار یوه بل اوسېدونکي صدیقالله پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوي کسان د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.
د یو بل خبر له مخې، پرون ماښام مهال د غزني ولایت د مرکز اړوند د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې دوه ځوانان د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیبالله مجاهد پژواک ته وویل چې د وژل شوو کسانو مړي د بشپړو څېړنو لپاره عدلي طب ته لېږدول شوي دي.
هغه وویل چې د يادې پېښې انګېزه لا معلومه نه ده، خو زياته يې کړه چې پولیسو د قاتلینو د نیولو او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل کړې دي.
Views: 1311
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن