ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موټر چلوونکي او مسافر د کابل – کندهار لارې د جوړولو غوښتنه کوي

17 Jul 2022 - 15:21
17 Jul 2022 - 15:21

کلات (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د کابل – کندهار لویې لارې موټر چلوونکي او مسافر وايي، دغه لاره – چې هره ورځ زرګونه موټر پرې تګ راتګ کوي – ډېره خرابه شوې او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی زیاتوي، د لارې خرابوالی نه یوازې د ګڼو ترافیکي پېښو لامل کېږي، بلکې د دوی سفر یې اوږد کړی، موټر یې عوارض کوي او تېل هم ډېر مصرفوي.

د یادې شوې لارې د یوه ټرېلري موټر چلوونکي نورالحق پژواک خبري اژانس ته وویل، که له یوې خوا تېرو شلو کلونو جګړو او ماین چاودنو د دې لارې ټول پلونه او پلګوټي ویجاړ کړي، نو له بلې خوا د بار وړونکو موټرو درانه وزن دغه لار کنډ او کپر کړې ده.

هغه زیاته کړه، پخوا چې لار جوړه وه، له کندهاره کابل ته په شپږو ساعتونو کې رسېدل خو اوس په ډېر کړاو په لسو ساعتونو کې رسېږي.

دی وايي، تر ټولو عمده ستونزه چې د لارې د خرابوالي له امله دوی ورسره مخ دي، دا دی چې موټر یې ډېر عوارض کوي او ډېر تېل مصرفوي چې د ګټې پر ځای تاوان ورته کوي؛ ځکه هغه کرایه چې د توکو د لېږد په بدل کې یې اخلي، نیمايي یې بېرته د موټر پر ترمیم لګوي.

نوموړی غوښتنه کوي چې د هېواد دا مهمه لار دې په بنسټیزه توګه ورغول شي، څو چلوونکو او مسافرو ته د خوندي تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

د کابل – کندهار لارې بل موټر چلوونکی صبغت‌الله وايي، له یوې خوا لار خرابه ده او له بلې خوا د تېلو بیې څو برابره لوړې شوې چې چلوونکي یې سخت زیانمن کړي دي.

دی وایي، تر ډېره پر دغه لار خونړۍ ترافیکي پېښې هم له همدې امله رامنځ ته کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وویل: «موږ اورېدلي چې نوی سرپرست حکومت د دغې لارې د جوړولو پلان لري، زموږ غوښتنه دا ده چې دا چارې دې ژر پیل شي څو پر دغه مهمه ټرانزیټي لار سوداګرو، چلوونکو او مسافرو ته اسانتیاوې برابرې شي.»

د قدرت‌الله په نامه یو بل موټر چلوونکي پژواک ته وویل، د لارې خرابوالي یې سفر اوږد کړی چې نه یوازې دوی بلکې مسافر یې هم په تنګ کړي دي.

دی وايي، له یوې خوا لار خرابه ده او له بلې خوا تېل ګران شوي دي چې د دوی ستونزې یې لا ډېرې کړې دي.

د زابل د ټولګټو چارو ریاست چارواکي د کابل – کندهار پر لار د موټر چلوونکو او مسافرو ستونزې مني او وايي، د دغې لارې د رغولو پلان جوړ شوی چې په نږدې راتلونکي کې به عملي شي.

د یاد ریاست اداري او مالي مدیر روزي‌محمد روشن پژواک خبري اژانس ته وویل، له کابله تر هرات پورې د شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره سړک جوړولو لومړني کارونه شوي دي چې د تدارکاتو پروسې له بشپړېدو وروسته به په قرارداد ورکړل شي.

د کابل ـ کندهار لويه لاره شاوخوا ۵۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري چې د هېواد له مهمو ټرانزیټي لارو بلل کېږي او خلک له ډېره وخته د جوړولو غوښتنه یې کوي.

Views: 110

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version