میدانښار (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د امر بالمعروف سرپرست وزير وايي، خلک دې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، ځکه په هېواد کې د يوه شرعي قانون نافذول د حکومتونو د بقا لپاره مهم اصل دی.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت سرپرست شيخ محمد خالد حنفي دغه څرګندونې نن (سه شنبه) په ميدان وردګو ولايت کې يوې غونډې ته وکړې.
ده وویل، د یوه اسلامي نظام په چوکاټ کې امر بالمعروف شتون خورا مهم دی، خو دا چې د امر بالمعروف مسئولیت نازک دی، نو باید په ډېر تدبير سره مخ ته لاړ شي، ځکه اسلام په عدالت ولاړ دین دی او افراط په کې نشته.
هغه زیاته کړه، د امر بالمعروف له نوم څخه باید ناوړه استفاده ونه شي او خلک په هېواد کې په دې نوم ونه ځورول شي، هڅه وشي چې د هېواد د هر وګړي حقوق خوندي شي.
د نوموړي په وینا، یاد وزارت د خپلو طرزالعملونو لپاره پر پخوانۍ ۸۵ ماده يیزې لایحې سربېره ۱۱۵ نورې مادې د ټولنې د اصلاح لپاره د هېواد له جیدو علماوو سره تر مسلسلو ناستو وروسته ترتیب کړي، چې د تأيید لپاره مولوي هبت الله اخندزاده ته استول شوې چې په نږدې راتلونکي کې به له خلکو سره شریکې شي.
همدارنګه حنفي زیاته کړه، هیڅوک حق نه لري چې د چا شخصي حریم ته بې له اجازې داخل شي او سزا ورکول هم بدون له محکمې جایز نه دي چې باید جدی پاملرنه ورته وشي.
په ورته وخت کې هغه وویل: «اسلامي امارت غواړي له نړیوالو سره هر ډول تعامل وکړي؛ خو د چا غلامي نه شي کولای ځکه له شل کلن فکري یرغل وروسته مونږ د خپلې مبارزې پر مټ ازادي ترلاسه کړې ده.»
د ده په خبره، د هېواد په ۴۲۵ ولسوالیو او ۳۴ ولایتونو کې دوی خپل محتسبين لري، چې علما دي او د ټولنې له هر ډول عنعناتو څخه پوره معلومات لري؛ هغوی به په ډېره ارامۍ او نرمۍ سره د امر بالمعروف اهداف خلکو ته رسوي.
د میدان وردګو والي مولوي محمد امین عمري وویل، د اسلامي امارت د مبارزې هدف د یوه شرعي نظام قایمول و چې اوسمهال د نظام ساتنه د هېواد د هر وګړي دنده ده.
نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د ولایت په کچه ټولې ادارې به له امر بالمعروف ریاست سره همکارې وي او د ټولنې د اصلاح لپاره به هڅه کوي.
دی زياتوي: «تراوسه زموږ په ولایت کې هېڅ داسې ستونزه نه ده رامنځ ته شوې، چې هغوی له امر بالمعروف ریاست څخه شکایت کړې وي.»
Views: 411
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن