لومړی تعقيب-کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۱): د کرکټ بورډ اجرايي مشر وايي، کابل کې د کرکټ لوبغالي کې چاودنې څلور تنه ټپيان کړي دي.
دا چاودنه نن نږدې څلور نيمې بجې په داسې حال کې رامنځته شوه چې په دغه لوبغالي کې د کرکټ شپږیزې لیګ سیالۍ روانې وې.
د کرکټ بورډ اجرايي مسوول نصيب خان ځدران وايي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د دوو لوبډلو تر منځ لوبه روانه وه.
د ده د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه:” الحمدالله لوبغاړي، اداري کارکوونکي او خارجيان ټول بچ دي.”
ده وويل چې امنيتي کسانو وضعيت ډېر ژر کنټرول کړ او لوبه به لږ وروسته بيا پيل شي.
د همتالله په نوم د دغو لوبو یوه نندارچي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه د نندارچیانو منځ کې وشوه.
ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، څو کسان یې ولیدل چې د دغې چاودنې له امله ټپیان شوي وو.
د احمدخبیب په نوم یو بل عیني شاهد هم د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې دغه چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې او ځينې کسان يې ټپيان کړي دي.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.
Views: 128
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن