اټلانټا (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۱): په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وایي چې د کرکټ لوبغالي کې د شوې چاودنې له امله ورته ۱۳ ټپیان راوړل شوي دي.
دا چاودنه نن نږدې څلور نيمې بجې په داسې حال کې رامنځته شوه چې د کابل الکوزي نړیوال کرکټ لوبغالي کې د شپږیزې لیګ سیالۍ روانې وې.
د کرکټ بورډ اجرايي مسوول نصيب خان ځدران وايي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د دوو لوبډلو تر منځ لوبه روانه وه.
د ده د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه:” الحمدالله لوبغاړي، اداري کارکوونکي او خارجيان ټول بچ دي.”
ده وويل چې امنيتي کسانو وضعيت ډېر ژر کنټرول کړ او لوبه لږ وروسته بيرته پیل شوه.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د چاودنې د تایید ترڅنګ ویلي، چې یو څو تنه هېوادوال پکې ټپیان شوي دي.
🔴 #Kabul Oggi pomeriggio esplosione in uno stadio di cricket durante una partita, 13 le vittime portate al nostro ospedale: 12 sono state ricoverate, una curata in ambulatorio #laguerraè #Afghanistan
— EMERGENCY (@emergency_ong) July 29, 2022
بلخوا په کابل کې ایمرجنسي روغتون په ټویټر کې لیکلي، چې له یادې چاودنې ورته ۱۳ ټپیان راوړل شوي وو.
سرچینې زیاته کړې، چې یو ټپي تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوی، او نور بستر شوي دي.
د همتالله په نوم د دغو لوبو یوه نندارچي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه د نندارچیانو منځ کې وشوه.
ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، څو کسان یې ولیدل چې د دغې چاودنې له امله ټپیان شوي وو.
د احمدخبیب په نوم یو بل عیني شاهد هم د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې دغه چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې او ځينې کسان يې ټپيان کړي دي.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.
Views: 169
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن