[restrict paid=”true”]
فېروز کوه (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱): نامعلومو وسلهوالو د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې د امام ابو حنیفه عالي دارالعلوم یو استاد وژلی دی.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس د زمري په ۱۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه نن تر ماښام وروسته د ولایت د مرکز اړوند په قاضي دره کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، نامعلومو وسلهوالو د یاد ولایت دیني عالم او د امام ابو حنیفه عالي دارالعلوم پر استاد مولوي عبدالمتین محمدي هغه مهال ډزې کړې چې د ماښام له لمانځه وروسته له جومات څخه کور ته روان و.
حماس وایي، په ډزو کې دغه دیني عالم وژل شوی، خو بل چاته زیان نه دی اوښتی.
د نوموړي په وینا، تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دی نیول شوی، خو امنیتي ځواکونو پلټنې پیل کړې، څو قاتلین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
[/restrict]
Views: 64
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن