درېيم تعقیب – کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): د کابل امنيتي مسوولین وايي چې د کابل ښار د «پل سوخته» سیمې چاودنه کې دوه عام وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
دغه چاودنه نن شنبه مازیګر شاوخوا څلور بجې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند په پل سوخته سیمه کې شوې ده.
د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د شپږمې ناحيې پل سوخته سيمه کې په يوه ګلدان کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله دوه تنه هېوادوال وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
نوموړي د يوه ټپي حالت نازک ښودلی دی.
ده زياته کړې: «دښمن د ملکي اهدافو په نښه کولو باندې یواځې خپل قساوت او اخلاقي انحطاط ښیي؛ د افغانانو تر منځ د ورورۍ او اعتماد فضاء ته زیان نه شي اړولای. امنیتي نهادونه سخت کار کوي چې د دې جنایتکارانو ريښې او ادرسونه پیدا کړي؛ د دوی محاکمه او مجازات خپل دیني فرض او هېوادنۍ وجیبه بولو.»
د رویټرز د خبر له مخې، داعش ډلې په خپل ټېلګرام چینل کې د یاد برید مسوولیت پر غاړه اخستی دی.
په سیمه کې یوه دوکاندار روحالله پژواک خبري اژانس ته وویل، نن مازیګر شاوخوا څلور بجې په یاده سیمه کې، د خلکو په منځ کې چاودنه وشوه چې ټپیان یې فردوس روغتون ته ولېږدول شول.
یو نوملړ چې د فردوس معالجوي روغتون له لوري خپور شوی، د ۲۲ ټپیانو نومونه په کې لیکل شوي دي.
د یاد روغتون یوه مسؤول د نوم نه ښودو په شرط له پژواک سره خبرو کې دغه نوملړ تایید کړ.
Views: 107
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن