ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۳۳ کسانو تر وژل کېدو وروسته د فلسطین او اسراییل ترمنځ اوربند وشو

د ۳۳ کسانو تر وژل کېدو وروسته د فلسطین او اسراییل ترمنځ اوربند وشو

author avatar
8 Aug 2022 - 01:32
د ۳۳ کسانو تر وژل کېدو وروسته د فلسطین او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
author avatar
8 Aug 2022 - 01:32

اټلانټا (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱) : په فلسطین کې د ۳۳ تر وژل کېدو وروسته د مصر په درېمګړتوب د اسراییل او فلسطین ترمنځ د اوربند لپاره مذاکرات پیل او هوکړې ته ورسیدل.

د فلسطین او اسراییل ترمنځ تازه شخړه د اسراییلي ځواکونو لخوا د  اسلامک جهاد ډلې دیوه مشر د تر نیول کیدو وروسته رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، له تیرې یوې اونۍ راهیسې په اسراییلي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳  تنه فلسطینیان  وژل شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

بلخوا د ترکیې انادولو اژانس خبر ورکړی چې د اسراییل تر بمباریو وروسته د حماس ډلې پر اسراییليي ښارونو تر درېیو سوو ډیر توغندي توغولي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي.

سرچینې زیاته کړې، چې د اسراییلو په دې بمباریو کې د اسلامک جهاد ډلې یو مهم قوماندان تیسیر الجعبري هم وژل شوی دی.

بلخوا د بي بي سي د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامي جهاد حرکت اعلان کړی، چې له اسرائیلو سره یې د اوربند په اړه هوکړه کړې او دا اوربند به له دوو ساعتونو څخه په کمه موده کې عملي شي.

څو شېبې وړاندې د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي وو، ټاکل شوي پوځي اهداف ترلاسه شوي او د عملیاتو دوام ته اړتیا نشته.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامي جهاد یوه چارواکي هم د اوربند خبرې “په لوړه کچه” تایید کړې خو ټینګار یې کړی چې “که اشغالګر تېری او جنایت ونه دروي، د مقاومت جبهه به اوربند ونه مني.”

 

Views: 67

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.