ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو مسوولین: تېرو جګړو کې د وژل شوو کسانو یتیمانو ته د میاشتې ۲زره افغانۍ ورکوو

د میدان وردګو مسوولین: تېرو جګړو کې د وژل شوو کسانو یتیمانو ته د میاشتې ۲زره افغانۍ ورکوو

author avatar
11 Aug 2022 - 15:13
د میدان وردګو مسوولین: تېرو جګړو کې د وژل شوو کسانو یتیمانو ته د میاشتې ۲زره افغانۍ ورکوو
author avatar
11 Aug 2022 - 15:13

میدان‌ښار (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱): د میدان وردګو د شهیدانو او معلولینو ریاست وايي، په دغه ولایت کې يې په تېرو جګړو کې د وژل شوو کسانو د یتیمانو د نوم‌ليکنې لړۍ پيل کړې او له اتلس کاله کم‌عمره هر یتیم ته به د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکوي.

د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست مرستیال مولوي نیازمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ له توپير پرته د هغو یتیمانو د ثبت لړۍ پيل کړې چې په تېرو جګړو کې يې خپل والدین له لاسه ورکړي.»

ده وویل چې تر اوسه د تېر او اوسني نظام ۶زره کورنۍ ثبت شوې دي.

نوموړي زياته کړه: «له اتلسو کلنو کم عمره هر یتیم ته به د یو کال لپاره د حکومت له بودجې هره میاشت ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.»

د هغه په وینا، هڅه کېږي چې د ولایت په کچه هېڅ کورنۍ له دې سروې پاتې نه شي.

هغه وویل: «امارت ټولو یتیمانو ته هغه که هر څوک ده، خو چې یتیم ده، که د مجاهدینو ده، که د اردو ده، که د ملکي ده، ټولو ته بدون له کوم توپیر کوم حقوق چې حواله شوي دي ورکوي.»

نوموړي زياته کړه چې د یتیمانو د ثبت لړۍ شفافه ده او یتیم باید د کلي د امام او ولسوالۍ له خوا تایید شي.

Views: 310

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.