ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې یو تداوي شوی روږدی اوس د نشه‌یانو د درملنې کمپ مدیریت کوي

21 Aug 2022 - 18:15
21 Aug 2022 - 18:15

نیلي (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): نجیب‌الله چې ۲۵ کاله عمر لري، نن یې د ځینو چارواکو په حضور کې د اعتیاد پرېښودو لومړۍ کلیزه ونمانځله.

هغه چې د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اووه کاله پر نشه‌یي توکو روږدی و، نن په دغه ولایت کې د اعتیاد پرېښودو خصوصي کمپ مدیریت پر غاړه لري.

هغه وایي، په ۱۳۸۹ کال کې یې ایران ته سفر وکړ چې له څلورو کلونو وروسته په ۱۳۹۳ کال کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله یې نشه‌یي توکو ته مخه کړه.

نوموړي زیاته کړه، اووه کلونه یې نشه‌یې توکي وکارول چې څلور کاله یې تر په اواره ډول «پلچکونو لاندې» ژوند کړی دی.

نجیب‌الله وویل: «په ۱۴۰۰ لمریز کال کې مې د دایکنډي په مرکز کې د معتادینو درملنې لپاره عتماد نوین کمپ ته مراجعه وکړه، اوس کاملا روغ شوی یم او د دې ترڅنګ د دغه مرکز داخلي مدیریت هم پر غاړه لرم.»

هغه نن د ځینو امنیتي مسوولینو او د ده په څېر د نورو دوستانو چې ښه شوي په حضور کې د اعتیاد د پرېښودو یو کلن جشن ونمانځه.

هغه وویل: «نن ډېرخوښ یم چې نور نشه‌یي توکي نه کاروم؛ اوس یو کال کېږی د نشه‌یي توکو له کارونې پرته ژوند کوم او دا راته ډېره لذت بښونکې ده چې په دغه مناسبت له نورو روږدو غواړم چې د ذلت ژوند پرېږدي او خپل عادي ژوند ته را وګرځي.»

دغه ځوان زیاته کړه، په لومړیو کې یې میتادول او خوب راوستونکې ګولۍ پیل کړې او د وخت په تېرېدو ې شیشه او هیرویین هم کارول.

هغه وویل، په تېر ژوند کې یې چې نشه‌یي توکي کارول، هره ورځ به د غلا او د نشه‌یي توکې موندلو په فکر کې و، له بلې خوا خلکو هم ورسره غېراخلاقي چلند کاوه، خو اوس کولی شي چې په پوره ویاړ په ټولنه کې ژوند وکړي، پلورنځيو ته لاړ شي او ټول ورته خوشحالېږي.

په دغه حال کې، د روږدو د درملنې «اعتماد نوین کمپ» مسوولین – چې د دایکنډي په مرکز کې فعالیت لري – له دې امله چې کولای شي د نجیب‌الله په څېر خلک عادي ژوند ته راګرځوي، خوښ دي.

د یاد کمپ رییس ډاکټر ابراهیم سروري وویل: «له دغه جشن څخه موخه دا وه څو نور و پوهوي چې یو ناروغ انسان وکړای شول چې یو کال نشه‌یي توکي ونه کاروي او د ټولنې غېږ ته ورګرځي.»

نوموړي زیاته کړه، دغه کار نورو ناروغانو انګېزه ورکوي چې هغوی هم کولی شي، له نشه‌یې توکو پرته ژوند وکړي.

هغه وویل، د اعتیاد پرېښودو دغه ځانګړی کمپ چي له جوړېدو یي یو کال تېرېږي، په دغه موده کې توانېدلی چې د ۹۰ روږدو کسانو درمنله وکړي او عادي ژوند ته یې راوګرځوي.

له دغو ټولو مواردو سره، هغه له سیمه‌ییزې ادارې، بهرنیو موسسو او داخلي مرستندویه بنسټونو څخه هیله لري چې د روږدو له کورنیو سره همکاري وکړي، څو دغه کسان له درملنې وروسته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

په دغه جشن کې چې د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ د جنایي عمومي مدیر حافظ سلطان محمد هم حضور درلود، له ټولو روږدو او تر درملنې لاندې خلکو وغوښتل، څو د نشه‌یي توکو کارونې له امله د خپلې کورنۍ د رنځ اوعذاب لامل نه شي.

هغه ژمنه وکړه چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي، څو د نشه‌یي توکو د قاچاق مخه ونیسي او په دایکنډي کې د نشه‌یي توکو کارونه کمه شي.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version