ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمد نظر: د اس یو زین له  ۲۰ تر ۴۰ زرو افغانیو پلورو

محمد نظر: د اس یو زین له  ۲۰ تر ۴۰ زرو افغانیو پلورو

author avatar
21 Aug 2022 - 15:04
محمد نظر: د اس یو زین له  ۲۰ تر ۴۰ زرو افغانیو پلورو
author avatar
21 Aug 2022 - 15:04

تالقان (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): محمد نظر چې له کلونو راهیسې د دودیزو وسایلو په کارولو سره دغه صنعت ژوندی ساتلی وایي، د اس یو زین صیقل کول او جوړول شاوخوا ۱۵ ورځې وخت نیسي څو د پلور لپاره چمتو شي.

د زین جوړولو صنعت د افغانستان په شمال ختیځ کې د وزلوبې او پهلوانۍ لپاره یو له مخکنیو او خورا مشهور صنعتونو دی چې اوس هم په تخار ولایت کې یو عایداتي کاروبار ګڼل کیږي.

محمد نظر چې خپله د دشت قلعه ولسوالی اوسېدونکی دی، دغه صنعت یې اوس هم ژوندی ساتلی او له همدې لارې د ژوند چارې پر مخ وړي.‎

هغه – چې یاد صنعت له خپل پلرونو ورته پاتې دی – پژواک خبري اژانس ته یې وویل، ۳۳ کاله کېږي چې د اس زین جوړولو صنعت په برخه کې کار کوي او له همدې لارې خپل ورځني لګښتونه پوره کوي.

محمد نظر – چې له کلونو راهیسې یې د دوديزو وسايلو په وسيله دغه صنعت ژوندى ساتلى – وايي، د اس د یو زین صیقل او جوړول شاوخوا ١٥ ورځې وخت اخلي څو د پلور لپاره‎ چمتو شي.

د هغه په خبره، که مرستندویه بنسټونه او حکومتي مسوولین له ده ملاتړ وکړي، ښایي په کمه موده کې مینه‌والو ته زیات شمېر زینونه چمتو کړي او دغه راز یاد صنعت به د نورو لپاره هم پر یوه عایداتي سرچینه بدل شي.

محمدنظر د وزلوبې پهلوانانو ترمنځ د خپل بازار له غوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د اس یو زین له ۲۰ تر ۴۰ زرو افغانیو پلوري او له دې لارې له ترلاسه کېدونکو عوایدو خوښ دی.

د هغه په ​​وينا، په تخار کې دغه صنعت د کورنيو مینه‌والو ترڅنګ بهرني مينه‌وال هم لري او له ګاونډيو هېوادونو لکه تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستانه هم د وزلوبې پهلوانان ده ته د اس زین جوړولو لپاره مراجعه کوي.

د دغه لرغوني صنعت پېرېدونکي هم د هغه د ښه کار یادونه او د دغه صنعت پر ژوندي ساتلو ټینګار کوي.

احمدخالد په تخار ولایت کې د محمدنظر زین جوړوونکي یو له پېرېدونکو دی.

هغه وايي، زین د وزلوبې د پهلوانانو لپاره له جدي اړتیاوو ګڼل کېږي چې پرته له زین څخه د وزلوبې ترسره کولو ته دوام نه شي کولای.

د هغه په ​​خبره، ځیني مهال د اسونو له یاد زین جوړوونکي یو زین تر ۴۰ زرو افغانیو پېري؛ ځکه د هغه په ​​وينا، ښايي د محمد نظر د کار کيفيت له دې بيې لوړ وي.

خالد ټینګار کوي چې د افغانستان په شمال‌ختیځ کې دغه صنعت باید له منځه لاړ نه شي او حکومت او ملاتړي بنسټونه باید د هغه د ژوندي ساتلو لپاره اقدام وکړي.

یو شمېر کارپوهان هم پر دې باور دي چې مخکنیو صنعتونو ته باید پاملرنه وشي او د هغو کسان ملاتړ وشي چې دغه صنعتونه یې ژوندي ساتلي دي.

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.