هرات (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۱): د هرات امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اړونده سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمودشاه رسولي د دغه خبر په تاییدولو سره پژواک خبري اژانس ته وویل، یو مازدا موټر د هرات – شینډنډ پر لویه په شوز سیمه کې د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله چپه شوی دی.
د رسولي په وینا، د دغې پېښې له امله یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي چې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.
هغه زیاته کړه، له دغې پېښې سره هممهاله امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن