جلالاباد (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، د دغه ولايت اړوند تورخم ښارګوټي کې هېواد ته د ساري ناروغيو له راتلو د مخنيوي لپاره د سکرينینګ مرکز جوړوي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر امیرمحمد افتاب د وږي په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل، هلته یې د دغه مرکز لپاره د ځای ټاکلو په موخه د تورخم له ښاروال غازي همت او کمیسار مولوي محمدصدیق خالد سره جلا جلا ناستې کړې چې دواړو په خپله برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
د هغه په وينا، د تورخم کمیسارۍ مسوولينو د دغه مرکز لپاره ځای په نښه کړ چې ډېر ژر به یې د لومړنیو پړاوونو د پیل په موخه یوه ډله انجینران سیمې ته ولېږل شي.
ډاکټر افتاب وویل، د نړۍ په ټولو سرحدونو او بندرونو کې دا ډول مرکزونه موجود وي؛ تورخم د ډيورنډ پر کرښه يو له مهمو بندرونو دی او په وروستیو کې ډېرې ساري ناروغۍ له پاکستانه افغانستان ته را انتقال شوې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد مرکز چې د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) په مالي او تخنیکي مرسته د ننګرهار عامې روغتیا له ریاست سره په همغږۍ جوړیږي، په مرسته به یې په صفري نقطه کې د مؤظف ټیم له لوري مسافر معاینه او مشکوک کسان به د یوې مودې لپاره قرنطین او درملنه به یې کېږي.
عام خلک هم د دغه مرکز جوړېدل مهم ګڼي.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار يوه اوسېدونکي سيد رقيب پژواک ته وويل چې ځیني وخت بېلابېلې ناروغۍ له پاکستانه افغانستان ته راغلې دي.
هغه زياتوي: «اوس چې د عامې روغتيا رياست دغه مرکز جوړ کړي نو دا ډېر مهم اقدام دى او تر ډېره به د ساري ناروغيو د انتقال مخه ونيسي.»
تورخم د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ پر کرښه پروت ښارګوټی دی چې پاکستان ته پرې خلک تګ راتګ کوي.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن