ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بار وړونکو موټرو چلوونکي د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې له مالي او اداري فساده شکایت لري

8 Sep 2022 - 11:38
8 Sep 2022 - 11:38

زرنج (پژواک، ۱۷وږی ۱۴۰۱): په نيمروز کې د ترانزيټي موټرو يو شمېر چلوونکي ادعا کوي چې له هېواد څخه ايران او له هغه ځایه افغانستان ته د توکو د لېږد پر مهال په هېواد کې دننه له بې‌نظمۍ او د کرښې هغه غاړې ته د بډو ورکولو له ستونزو سره مخ دي او له مسوولينو غواړي چې د حل لپاره یې اقدام وکړي.

چارواکي په داسې حال کې چې په هېواد کې دننه د بې‌نظمۍ شتون ردوي خو وايي، ټاکل شوې چې د یوه پلاوي په مشرۍ ايران ته لاړ شي او د افغان موټر چلوونکو ستونزې له ايراني لوري سره مخامخ او د شته ‎اسنادو له مخې مطرح کړي.

د ترانزیټي موټرو ‎يوه چلوونکي سميع‌الله حکمت له پژواک خبري اژانس سره ‎په خبرو کې ادعا وکړه چې د تېر حکومت ځيني نفوذ لرونکې کړۍ دي چې د ورېښمو پر پوله یې د ترانسپورټ په سرحدي څانګه او زرنج ښار کې ګډوډي رامنځته کړې ده.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل، د زرنج ښار په داخل کې د صفري نقطې په نوم سیمه کې، د ورېښمو پله ته څېرمه، د «ګاراج نوروزی ها» په نوم هغه ځای کې ستونزې او بې‌نظمي موجوده ده چې موټر چلوونکو ته خروجي یا دخولي پارچې وېشل کېږي‎.

هغه ادعا وکړه چې هره ورځ باید له نيمروزه ٢٠ موټر د کرښې له هغه غاړې څخه د ایران خاورې ته داخل شي، خو د ترانسپورټ په سرحدي څانګه (ګاراج نوروزی ها) کې د بې‌نظمۍ او اداري فساد د شتون له امله تر ډېره هغو کسانو ته پارچې ورکول کېږي چې بډې ورکوي او یا هم شناخت لری.

هغه ادعا وکړه: «په «ګاراج نوروزی ها» نومي ځای کې څو زورواکي شته چې يو يې علاوالدين نومېږي، دوى نوملړ جوړ کړی، د ورځې باید ٢٠ موټر د کرښې هغه غاړې ته د افغانستان او ايران ترمنځ «ګډ بازار» ته ولاړ شي، ۱۵ د دوی خپل موټر دي چې پارچه ورکول کېږي او د نوبت له مراعاتولو پرته اجازه ورکوي.»

حکمت شکايت کوي چې ۶۵ ورځې کېږي له ايرانه یې لبنيات وارد کړي، خو د پارچې ترلاسه کولو ته په تمه دی چې تر اوسه نوبت نه دی ورته رسېدلی. هغه وویل: «داسې زورواکي دي ‎چې په میاشت کې څلور ځله هم ځي او بار راوړي.»

خو هغه ‎په ايران کې د بډو اخیستنې ستونزې د شتون په اړه هم شکایت کوي او وايي: «کله چې موږ د پاسپورټ له څانګې تېرېږو، نو د ايران د کرښې له تمځایه چې بډې اخيستل پيلوي، ترڅو چې موټر باروو او د ایران له خاورې بهر کېږو، له ٨ تر ۹ میلیون تومان بډې اخلي، څوک نشته چې د دغه فساد مخه ونیسي.»

هغه زياته کړه: «په هغه هېواد کې د ورودي پارچې د ثبت پر مهال، ۵۰ زره تومان او د موټر د بیا لیدنې پر مهال هم ۵۰ زره تومان له چلوونکو اخلي. د باسکو (د بار د وزن معلومولو) په مرحله کې که د موټر وزن له ۱۰ کیلو ډېر وي، له ۱۰۰ تر ۲۰۰ زره تومان رشوت اخلي او که ‎ پیسې ورنه کړو، باسکو نه کوي، له ترمینل د وتلو پر مهال چې د بارولو په لور ځو، د باسکو د پارچې د تحویلولو پر مهال بیا هم پیسې غواړي، په داسې حال کې چې دا یې دنده ده، خو څوک نشته چې پوښتنه ترې وکړي.»

سرچينه زياتوي: «کله چې په تم‌ځای کې موټر باروو، د عبدالرحمن په نوم يو کس له موږ ٣٦٠ زره تومان اخلي، په داسې حال کې چې مخکې به موږ له ٤٠ تر ٨٠ زره تومان ورکول، ‎‎‎عبدالرحمن وويل: «د اوړو او ګازو د بارولو لپاره هم ٢٠٠ زره تومان ورکړه چې په ټولیز ډول له موټر چلوونکو څخه له داخلېدو بیا تر تم‌ځای پورې ۷۰۰ زره تومان بډې اخیستل کېږي.»

هغه زیاته کړه: «د ژانتیوا په تم‌ځای کې چې د ګاز کپسول او اوړو په بارولو سره وزن سل کیلوګرام تفاوت پیدا کوي، ۴۰۰ زره تومان پیسې اخلي، که یې ورنه کړو، وسایل مو رانه اخلي، له پارکینګه د وتلو پر مهال پر سړک ځيني کسان ولاړ وي، زموږ د موټرو ترپالونه – چې ۱۰۰ زره افغانۍ بیه لري – په چاقو څیري او تېل پرې پاشي.»

په همدې حال کې په دغه ولايت کې د ټرانزيټي موټرو بل چلوونکى عزت‌الله رخشاني چې له لسو کلونو راهيسې د ورېښمو په پوله کې کار کوي، هم ورته شکايت لري.

هغه وویل چې د ایران دولت د ترمینل په داخل کې د تېلو یو شرکت جوړ کړی چې د افغانانو موټرو ته تېل ورکړي او دا کار قانوني دی؛ ځکه پيسې د ايران د دولت حساب ته جمع کېږي، خو له کرښې د تېرېدو پر مهال افغان موټر چلوونکي د تېلو په غېرقانوني بارولو تورنېږي او تېل بېرته ترې اخيستل کېږي.

هغه زياته کړه، د ايران حکومت له افغان موټر چلوونکو دومره رشوت اخلي چې ځیني مهال هیڅ ګټه نه ورته پاتې کېږي او ان خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

دغه موټر چلوونکى زياتوي چې د همدغو ستونزو له امله اړ شو چې څو خپل‎ يو موټر وپلوري.

خو د نيمروز د ځمکني ترانسپورټ رييس الحاج مولوي عبدالواحد فاروق بيا د نوبت په برخه کې د بې‌نظمۍ په اړه د موټر چلوونکو ادعا بې‌بنسټه بولي او وايي، سيسټم د جدول او مسلسلې شمېرې له مخې تنظیم شوی، د منلو کچه یې د ایران د ترانسپورټ له لارې ترسره کېږي او د دغه جدول چې پر اساس هره ورځ له ٦٠ تر ١٢٠ موټر د بارولو لپاره ترمينل ته ځي.

هغه پژواک ته وویل: «د ترانسپورټ ریاست د ټرانزیټي موټرو تګ او راتګ د کمپیوټري سیسټم له مخې برابر کړی او هیڅوک نه شي کولای له نوبت پرته تېر شي.»

هغه زیاته کړه: «د ورېښمو د پله د بندر عمومي مدیریت ډیجټالي او نوبتي سیسټم لري چې نړۍوال ټرانزیټي وسایط د ورېښمو د پله له لارې زموږ هېواد ته له ننوتلو وروسته، د نوبت د تنظیم پارچه اخلي چې د نوبت دغه پارچه کې (مسلسله شمېره، تاریخ، د موټرچلوونکي نوم، د موټر نمبرپلېټ او د شرکت نوم) لیکل شوي وي.»

هغه زیاته کړه: «کېداى شي فساد په پټه توګه موجود وي، د اداري فساد په برخه کې مو استخباراتو ته دنده سپارلې، څو د ورېښمو پر پوله، بازارچه او ترانسپورټ په سرحدي څانګه کې د اداري فساد عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.»

د نوموړي په خبره، ترانسپورټ ریاست له هر موټر څخه له کرښې د اوښتو پر مهال ۳۰۰ افغانۍ اخلي چې دا پیسې کمېشن یا تراسپورتي حق‌العبور دی.

سرچینې زیاته کړه: «د هر موټر د مسلسل نوبت له رسېدو وروسته، موټر چلوونکی مکلف دی خپل اسناد لکه ‎(د موټر اسناد چې د موټر او چلوونکي ټول مشخصات په کې ذکر شوي وي)، د کس پارسپورټ، د ورود جواز او د خپل اړوند شرکت پارچه له ځان سره ولري، څو د ګومارل شوو مامورینو له خوا د موټر د شاسي او پلېټ نمبر له کتلو وروسته، د کرښې هغه غاړې ته د تګ اجازه ورکړل شي.»

فاروق وویل: «موږ په دې وروستیو کې د نیمروز د والي، د خصوصي شرکتونو او د سوداګرۍ خونې له رییسانو سره ناسته درلوده او پرېکړه مو وکړه هغه ایراني موټر چې د افغانستان خاورې ته داخلېږي، د ځان او مال ضمانت یې باید واخیستل شي او د ایران موټر چلوونکو ته کوم زیان ونه رسېږي، خو په بدل کې باید ایراني لوری هم موږ ته دا ژمنه راکړي چې مافیا به په خپل سر له افغان موټر چلوونکو پیسې نه اخلي.»

نوموړي زیاته کړه، د افغان موټر چلوونکو د ستونزو د حل په موخه يې يوه کمېټه جوړه کړې چې ټاکل شوې د يوه پلاوي په مشرۍ ايران ته لاړ شي او د افغان موټر چلوونکو ستونزې په حضوري توګه د موجودو اسنادو له مخې له ایراني لوري سره شريکې کړې، څو خلک وکولای شي په اسانۍ سره خپل کاروبار ته دوام ورکړي.

Views: 287

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version