فیروزکوه (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د غور ولایت سیمهییزې سرچینې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري د یوه قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمان بدري پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاینده په نوم دغه قومي مشر پرون ماښام د فیروزکوه ښار په «غلمین» سیمه کې د ناپېژانده موټرسایکل سپرو وسلهوالو په برید کې وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه، تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دی او امنیتي ځواکونه د عاملینو د پېژندلو او نیولو په هڅه کې دي.
دغه قومي مشر په داسې حال کې د وسلهوالو له لوري وژل کېږي چې یوه میاشت مخکې هم د مولوي عبدالمتین په نوم کس چې د فیروزکوه ښار په «دره قاضي» کې له جوماته د کور پر لور روان و، د وسلهوالو کسانو له لوري ترور او ووژل شو او تر اوسه یې عاملین نه دي نیول شوي.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن