کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): له هېواده بهر پر زدهکړو بوخت د پوهنتون استادان د هغوی د معاشونو بندېدو اندېښمن کړي او له حکومته پر دې پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کوي؛ خو د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د دغې ستونزې د حل لپاره پر یوې تازه کړنلارې کار روان دی.
د کابل د پوليتخنیک پوهنتون استاد حميدالله رشيدي چې دا مهال په سلواک هېواد کې د ماسټرۍ پر زدهکړو بوخت دی وايي، یوه اونۍ کېږي چې پر دې پرېکړې خبر شوی دی.
هغه زياته کړه: «دولت سکالرشیپ راکوي، خو باور وکړه چې اروپا کې اوس ډېره قېمتي ده، دا سکالرشیپ زه په ډېرې سختۍ سره د میاشتې تر اخره رسوم او قسم دی چې بعضی وخت قرضدار لا هم یم.»
دی زياتوي: «له بلی خوا د کور ټول مصارف را په غاړه دي، که چېرې حالت داسی دوام ومومي، نو زه مجبور یم چې درس پرېږدم او تنها کار وکړم؛ ځکه په داسې شکل، زه ژوند پر مخ نه شم وړلای.»
د ننګرهار پوهنتون استاد عبیدالله زاهد چې دا مهال په هند کې د دکتورا دورې محصل دی، دا پرېکړه غير عادلانه بولي او وايي: «زه په جلالاباد ښار کې په کرايي کور کې اوسېږم، په کورنۍ کې نهه غړي لرم چې ټول يوازې زما د پوهنتون له معاش څخه خپله نفقه حاصلوي؛ که دا معاش بند شي، زه مجبور يم خپلې زدهکړې نيمګړې پرېږدم او افغانستان ته را وګرځم.»
دی زياتوي: «که پوهنتون کې يې د تدريس حق راکړ، زدهکړې دې پاتې وي او د تدريس چارى به پر مخ يوسم او که وزارت پوهنتون کې د تدريس حق رانه کړ؛ نو مجبور يم يو ځاى کار پيدا کړم څو خپلو اولادونو ته حلال رزق پيدا کړم.»
نوموړي د لوړو زدهکړو له وزارت څخه وغوښتل چې پر دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي، د استادانو او مامورينو ستونزې درک کړي، څو له يوې خوا وکولای شي لوړې زدهکړې وکړي او له بلې خوا يې کورنۍ هم د نفقې څښتنان شي.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري معاونيت د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون د روانې وږي مياشتې په ۱۷مه، د یوه مکتوب په صادرولو سره د هغو استادانو او دولتي کارمندانو تنخواګانې بندې کړې چې له هېواده بهر زدهکړې کوي.
دغه مکتوب کې راغلي: «موجوده مالي وضعيت ته په پام، د افغانستان اسلامي امارت هغه استادان او مامورین چې د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا زدهکړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته لېږل شوي او يا په راتلونکې کې لېږل کېږي، د زدهکړو پر مهال د خپل ماموریت بست له تنخوا څخه ګټه نه شي اخيستی.»
پژواک خبري اژانس دغه موضوع د لوړو زدهکړو وزارت له وياند سره شريکه کړه، خو تر اوسه (مازيګر شپږ بجې) يې په دې اړه ځواب نه دی کړی.
د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال لطفالله خیرخواه بیا تېره ورځ (د وږي ۲۶مه) په خپلې فېسبوک پاڼې کې کښلي: «بهر کې پر درسونو بوختو قدرمنو استادانو! وروستي مکتوب خامخا تشويش زېږولی، مګر موږ کوښښ کوو چې رسيدګي وکړو. د عدم امکان په صورت کې به پر يوه بديله معقوله لار غور کوو. بيا هم وايم لومړی به سرماتی کوښښ کوو چې ستونزه حل شي.»
له بلې خوا طلوع نيوز ته د لوړو زدهکړو وزارت ویلي، دغه پرېکړه د پراختيايي بودیجې د کمښت له امله شوې او زیاتوي چې د دغې ستونزې د حل لپاره پر یوې تازه کړنلارې کار روان دی.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند احمد تقي وايي: «د لوړو زدهکړو وزارت اوس هم هڅه کوي چې پر یوې طرحې کار وکړي، هغه استادان چې بهر کې ماسټري او دوکتورا کوي، د هغوی د معاشونو لپاره یوه لار او ترتیب جوړ کړي. اوس هم ورته وایو چې مایوسه مه اوسئ، د وزارت له خوا پر یوه میکانیزم کار پيل شوی دی.»
Views: 92
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن