ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ترافیکي پېښې دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان کړي

لوګر کې ترافیکي پېښې دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان کړي

author avatar
21 Sep 2022 - 11:52
لوګر کې ترافیکي پېښې دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان کړي
author avatar
21 Sep 2022 - 11:52

پل علم (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): د لوګر په مرکز پل علم کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

پېښه تېره ورځ ناوخته د پل علم په جمعه کلا سیمه کې شوې ده.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد‌الله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، ترافیکي پېښه د درېیو موټرو (رینجر، امبولانس او الټو) د ټکر له امله  شوې چې په پایله کې یې دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي، په مړو کې یوه مېرمن او یو ماشوم او په ټپیانو کې هم یوه مېرمن او یو ماشوم شامل دي.

دی وايي، ټپیان د امنیتي کسانو له خوا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې د ټپي ماشوم روغتیايي حالت خراب ښودل شوی دی.

د ده په خبره، پېښه د موټرچلوونکو د بې ‌احتیاطۍ له امله شوې ده.

د پل علم د «جمعه کلا» سیمې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه د رینجر موټر د چلوونکي د بې ‌احتیاطۍ له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه: «رینجر موټر د ګړندي تګ له امله له سړکه وتلی، لومړی یې له الټو موټر او بیا یې د پکتیا ولایت له یو امبولانس سره ټکر کړی دی.»

په دې ورستیو کې د کابل – لوګر پر لویه لار ترافيکې پېښې ډېرې شوې چې خلک یې لامل د چلوونکو بې ‌احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول بولي.

Views: 1417

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.