ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات سوداګرې: حکومت دې زموږ تولیداتو ته د پلور بازار پیدا کړي

د هرات سوداګرې: حکومت دې زموږ تولیداتو ته د پلور بازار پیدا کړي

author avatar
24 Sep 2022 - 14:29
د هرات سوداګرې: حکومت دې زموږ تولیداتو ته د پلور بازار پیدا کړي
author avatar
24 Sep 2022 - 14:29

هرات (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې سوداګرې ښځې د ناوړه اقتصادي وضعیت او ملي او نړۍوالو بازارونو ته د نه لاسرسي له امله شکایت لري او له حکومته غواړي چې‎ د سوداګرۍ او کاروبار په برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې او ملاتړ یې وکړي.

يو شمېر مېرمنې چې د لاسي صنايعو په بېلابېلو برخو لکه، خامک ګنډلو، غالۍ اوبدلو، بیک ګنډلو او هنري برخو کې فعالیت لري، وايي چې د سوداګرو ښځو د ځينو ملاتړو موسسو په مرسته یې د لاسي صنایعو په برخه کې زده‌کړې کړې، خو د محصولاتو د خرڅلاو لپاره یې د بازار نشتوالی د دې لامل شوی چې نه یوازې د دوی محصولات نه پلورل کېږي؛ بلکې خپل کار به هم ترې هېر شي.

زينب محمدي يوه له دغو مېرمنو ده چې د اوبدلو پر شغل بوخته ده او پژواک ته یې وويل، دا کار يې له کوره پيل کړى او د «ودان» موسسې په مرسته يې کار وده کړې ده.

خو نوموړې وايي چې په هېواد کې د نوي نظام له راتلو سره د هغې په څېر ډېرو سوداګرو ښځو کارونو ته شا کړې او يا هم د محدوديتونو له امله نه شي کولای ازاد بازار ته لاسرسی پیدا کړي.

مېرمن محمدي له حکومته غواړي چې د ښځو د کار او فعالیتونو د پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي، ځکه افغانې ښځې کولای شي د اسلامي نظام په چوکاټ کې او د حجاب په مراعاتولو سره د نارینه‌وو ترڅنګ کار وکړي.

په ورته مهال، د هرات ولايت يوه سوداګره مېرمن جميله فقيريان هم په دې باور ده چې د ښځینه سوداګرو اقتصادي وضعيت سم نه دی او تر ټولو لویه ستونزه یې د بازار نشتوالی، بازار موندنه او په بازار کې د دوی د محصولاتو نه پېژندنه ده.

فقیریان وویل، که د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو لپاره شرایط بدل او زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي، دوی کولای شي خپل تولیدات په ملي او نړۍوالو بازارونو کې وپلوري چې دغه چاره به د هېواد د اقتصادي ودې لامل هم شي.

هغې څرګنده کړه، په اوسنيو شرايطو کې اړتیا ده چې د ښځو ملاتړي بنسټونه په دې برخه کې زيات کار وکړي ‎او حکومت هم بايد ښځو ته د کار او سوداګرۍ د پراختيا اجازه ورکړي.

هغه زیاتوي چې د ښځو محصولات په بهرنۍ کچه یو څه پېژندل شوي او پېریدونکي او مشتریان لري؛ خو په داخلي کچه یې پلور صفر ته په نږدې کېدو دی.

له بلې خوا، په لوېدیځ زون کې د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوولین مني چې په هرات ولایت کې د تېر په پرتله  د سوداګرو ښځو اقتصاد او حرفوي کار کمزوری او پیکه شوی دی.

په هرات ولایت کې د لوېدیځ زون د صنایعو او سوداګرۍ خونې رییسې نرګس هاشمي له پژواک سره په خبرو کې وویل، دوی د ښځو د لاسي صنایعو د ودې او بازارموندنې په موخه بېلابېل نندارتونونه جوړ کړي او دغه نندارتونونه د دې لامل شوي څو سوداګرې مېرمنې وکولای شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د هغې په وینا، د دوی اداره هڅه کوي څو د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې له ادرسه، هغه ښځې چې سوداګرۍ ته لېوالې دي، راټولې او زده‌کړې ورکړي څو وکولای شي خپل تولیدي توکي وپلوري.

نوموړې زیاتوي، د ښځو پر وړاندې یوه ستونزه بهر ته د تولیدي توکو صادرات دي او اړتیا ده چې حکومت د کسبګرو او سوداګرو ښځو د ملاتړ په موخه په دې برخه کې عملي کړنې ترسره کړي چې دې برخه کې هڅې روانې هم دي.

په ورته وخت کې، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، تل هڅه شوې څو په دغه ولایت کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ د ودې زمینه برابره شي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست حقوقي سلاکار ملا حفیظ‌الله پژواک ته وویل، د هرات سیمه‌ییزې ادارې تل له ښځینه سوداګرو ملاتړ کړی او تر اوسه په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د ودې او بازارموندنې لپاره څو ځله  بېلابېل نندارتونونه هم جوړ شوي دي.

هغه وویل، هڅه کېږي څو د سوداګرۍ له خونو او اړوندو ادارو سره په همغږۍ د سوداګرو ښځو لپاره د لاسي صنایعو د صادراتو زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال څه کم ۵۰۰ زره سوداګرې مېرمنې په بېلابېلو برخو کې د غربي زون د ښځو سوداګرۍ خونه کې ثبت او راجستر دي چې له ډلې یې ۴۰۰ يې د رسمي جواز په درلودو او له هغو ورکشاپونو او زده‌کړو په استفادې سره چې د دغې خونې له خوا یې ترلاسه کړي، په هرات کې پر کار او فعالیت بوختې دي.

Visits: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.