کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د اسلامي نړۍ مشهور دیني عالم شیخ یوسف القرضاوي له نړۍ سترګې پټې کړې.
الجزیرې خبر ورکړی، شیخ یوسف القرضاوي چې د مسلمانو علماو نړۍوالې ټولنې مخکنی رییس و، د ۹۶ کلونو په عمر مړ شوی دی.
د یادونې ده چې القرضاوي مصري الاصله عربي سني مذهبه دیني عالم او د اسلامي علماوو د نړۍوالې ټولنې رییس او بنسټګر و.
هغه د «الوسطیة» په نوم د یوه بهیر یو اصلي تیوریسن او د اخوان المسلمین او حسن البنا مدرسې روزل شوی کس و.
دغهراز قرضاوي د توحيد، فقهې، تفسير، حديث، اسلامي ټولنپوهنې، فلسفې، اخلاقو او داسې نورو په اړه ګڼ کتابونه ليکلي او يا يې هم په تالیف کې همکاري کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوسف قرضاوي پر وفات کېدو د امارت د تسلیت پيغام خپور کړی او د نوموړي وفات يې د ټول اسلامي امت لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.
Views: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن