[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۱): په داسې حال کې چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه په واشنګټن کې له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې، د کابل لپاره د امریکا ځانګړی استازی د نورو خبرو لپاره اسلاماباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تلې په ۱۳مه، په یوه ټویټ کې لیکلي چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ په یوه رسمي سفر اسلاماباد ته رسېدلی دی.
سرچینې زیاته کړې چې نوموړي نن په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې مېرمن حنا رباني کر په مشرۍ له پاکستاني پلاوي سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې دواړو لورو د یوه سولهییز، سوکاله او باثباته افغانستان لپاره خپلې ژمنې تکرار کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو لورو دغهراز د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.
د امریکا ځانګړی استازی په داسې حال کې اسلاماباد ته تللی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه له تېرو څو ورځو راهیسې په واشنګټن کې دی او له امریکایي چارواکو سره یې د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.
[/restrict]
Views: 252
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن