[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د جرمني حکومت اعلان کړی چې له دې وروسته د پلان له مخې به هره میاشت نږدې ۱۰۰۰ افغان ښځې او نارينه د خپلو کورنیو له غړو سره په المان کې ومنل شي.
د جرمني اژانس (ډيډبلیو) د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک او د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر نن (دوشنبه، د تلې ۲۵مه) په برلین کې وویل، د پلان له مخې به هره میاشت نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان ښځې او نارينه د خپلو کورنیو له غړو سره په المان کې ومنل شي.
سرچینې زیاته کړې، په دې توګه په افغانستان کې د اوسني حکومت له واکمنېدو راهيسې، د جرمني حکومت په دغه هېواد کې د خلکو ملاتړ جاري ساتلی دی.
په راپور کې راغلي، د پناهغوښتونکو د منلو نوی پروګرام پر هغو کسانو تمرکز کوي چې «د ښځو او بشري حقونو ته د خپلې ژمنتیا او یا هم د عدالت، سیاست، رسنیو، زدهکړې، کلتور، سپورت یا پوهې په برخو کې د کار له امله یي ځان په خطر کې اچولی وي او شخصاً دی پخپله له خطر سره مخ وي.»
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې بیربوک ویلي: «ډېر خلک په افغانستان کې هره ورځ له تعقیب او تاوتریخوالي سره د مخامخېدو په وېره کې ژوند کوي. هغه کسان چې له موږ سره یوځای يې د افغانستان لپاره پر یوه غوره راتلونکي باور درلود او د دغه هدف لپاره یي کار کړی دی.»
هغې زیاته کړې: «تر ټولو په لومړي قدم کې له تېر دوبي راهیسې طالبانو له ښځو او نجونو څخه د دوی راتلونکی او هیلې اخیستې دي او په پرلهپسې ډول یې حقونه محدودوي او د هر هغه چا پر ضد وحشیانه اقدام کوي چې د دوی پر وړاندې مقاومت کوي؛ له همدې امله د بشردوستانه منل کېدو دا نوی پروګرام په ځانګړې توګه پر دغه ډول کسانو تمرکز کوي.»
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر بیا ټینګار کړی چې «مونږ اقدام کوو او خپل بشري مسئولیت ترسره کوو.»
هغې زیاته کړه: «د منل کېدو د ټاکل شوو معیارونو په اساس کولی شو په ځانګړې توګه په افغانستان کې له خطر سره مخامخو او اغېزمنېدونکو کسانو ته خوندیتوب وړاندې کړو.»
د کورنیو چارو وزیرې دې خبرې ته هم اشاره کړې چې د منل کېدو پروګرام لپاره په پام کې نیول شوې اندازه، د هغو شمېرو پر اساس ده چې تر مخه موجود ول. په همدې اساس د دې کار لپاره به اوس یو «منظم کاري چوکاټ» رامنځته کړای شي.
د یادونې ده، جرمني د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې څه باندې ۲۶زره افغان کډوال منلي دي؛ په دغو کسانو کې ډېر یې په افغانستان کې د جرمني حکومت له اړوندو ادارو او یا د دغه هېواد ځواکونو سره کار کړی دی.
[/restrict]
Views: 354
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن