کابل (پژواک، د لړم لومړۍ ۱۴۰۱): د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې سریلانکا ایرلنډ ته او هندوستان بیا پاکستان ته ماتې ورکړه.
د نړۍوال شل اووریز جام سیالیو په دوام کې نن دوې لوبې ترسره شوې چې لومړۍ د سریلانکا او ایرلینډ ترمنځ او دویمه بیا د هندوستان او پاکستان ترمنځ وشوه.
په لومړۍ لوبه کې ایرلینډ لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۸ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه.
د سریلانکا لوبډلې یاد هدف د کسال منډیس له لوري د ۶۸ منډو په جوړولو سره په ۱۵م اوور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او ایرلینډ ته یې د ۹ ویکټو په توپير سره ماتې ورکړه.
همدارنګه په دویمه لوبه کې پچه هند وګټله او پاکستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
پاکستان په ټاکلو شلو اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې او هندوستان ته یې د ۱۶۰منډو هدف وټاکه.
هندوستان یاد هدف د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د شلم اور په وروستي توپ پوره کړ او پاکستان ته یې د څلورو ویکټو په توپير ماتې ورکړه.
په دې سیالۍ کې د هند له لوري په توپوهنه کې ویرات کوهلي ۸۲ منډې وکړې.
دغهراز تېره ورځ د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نیوزلنډ اسټرالیا ته او انګلستان افغانستان ته ماتې ورکړه.
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۶مه، اسټراليا کې پيل شوی او پایلوبه به يې د نوامبر پر ۱۳مه کېږي.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن