تالقان (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): په تخار کې د یوې خیریه موسسې مسوولین وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې نږدې ۱۴۰۰ بېوزلو او سختو کارونو کي بوختو ماشومانو ته د روان درملنې زمینه برابره کړې ده.
په تخار کې د «پراختیایي او هوساینې خدمتونو موسسې» مسوول کامران سادات پژواک ته وویل، د سختو کارونو ترسره کوونکو ماشومانو د شمير ډېرېدو مخنیوي، د وروستیو جنګونو په پایله کې د زیانمن شوو ماشومانو پېژندنې او د شاقه کارو ماشومانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه، د شپږو میاشتو په موده کې ۱۳۸۰ هغو ماشومانو ته چې د وروستیو جګړو له امله یې د کورنۍ سرپرستان له لاسه ورکړي، د روان درملنې زمینه برابره کړې ده.
هغه وایي، پر ۹۰ بېکارو ځوانانو چې ۲۰ کسان یې له سرحده را ګرځول شوي، تر ۴۰ زرو افغانیو پانګونه کړې او اوس هغوی پر خپلو وړو سوداګریو بوخت دي.
سادات وایي، دغه پروګرامونه یې له سختو کارونو د ماشومانو مخنیوي، د وروستیو جنګونو په پایله کې زیانمن شوو ماشومانو پېژندنې او هغوی ته د کارموندنې زمینې برابرولو په موخه د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ پیل کړي دي.
نوموړی زیاتوي، د هغو ماشومانو لپاره چې په ورورستیو جنګونو کې یې د کورنۍ سرپرستان له لاسه ورکړي او له زدهکړو بې برخې وو، د یاد ولایت په لرو ولسوالیو کې هم ۲۳ دوستانه ځایونه جوړ کړي دي، څو ماشومان په سولهییزه فضا کې خپلو بوختیاوو ته دوام ورکړي.
د هغه په خبره، دې موسسې تر اوسه د ماشومانو ۴۲۰۰ محافظتي قضیې له شپاړس ګونو ولسوالیو څخه راټولې کړې او ورته یې رسېدنه کړې ده.
په دغه حال کې، یو ټولنیز فعال اسماعیل سادات وایي، د کورنیو خراب اقتصاد شرایط، پرلهپسې جنګونو او د خلکو د پوهې کچې ټیټوال د دې لامل شوی څو په افغانستان کې ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن شي او سخت ژوند تجربه کړي.
د هغه په خبره، ورته پروګرامونه کولای شي چې کورنیو ته د هغو د ماشومانو د حقونو او ساتنې په اړه د پوهاوي ورکولو ترڅنګ، په دغه ولایت کې د شاقه کارو ماشومانو د شمېر زیاتېدو مخه هم ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخار د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسوولینو د شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې له ۱۵زرو ډېر ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن