کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۱): د بدخشان پوهنتون يو شمېر محصلينې وايي، وروسته له هغه يې لاريون وکړ چې د امر بالمعروف او نهیعنالمنکر محتسبینو د حجاب یا چادرۍ نه اغوستلو له امله پوهنتون ته د ننوتو اجازه ورنکړه.
د دغه پوهنتون يوې محصلې چې نه يې غوښتل نوم یاد شي، د ټېلیفون پر کرښه پژواک خبري اژانس ته وويل: «نن سهار کله چې پوهنتون داخلېدو، ومو ليدل چې د پوهنتون دروازه د امر بالمعروف او نهیعنالمنکر محتسبینو له لوري تړل شوې او نجونو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.»
هغه چې ځان د یاد پوهنتون د ښځينه محصلينو استازې معرفي کوي وويل، په دغه پوهنتون کې زياتره نجونې شرعي حجاب مراعتوي، خو «محتسبینو هغو نجونو ته چې ماسکونه يې اغوستي وو، د ننوتو اجازه نه ورکوله او ويل يې، بايد یا حجاب او یا هم چادري واغوندي، د محتسبینو دغه کار د نجونو غوسه راوپاروله او د پوهنتون دروازه ورماته کړه، خو له دې غبرګون سره له تاوتریخوالي سره مخ شوې.»
د هغې په وينا، په دغه لاريون کې لسګونو نجونو برخه اخيستې وه او له حکومته يې وغوښتل چې د دوى د زدهکړو خنډ نه شي او «دغه خبره [د حجاب په اړه سپارښتنه] موږ ته دې په سم ډول ووایي.»
د بدخشان پوهنتون رييس نقيبالله قاضيزاده په دې اړه پژواک ته وويل: «نن سهار د بدخشان ولايت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ادارې يو شمېر محتسبین د بدخشان پوهنتون ته راغلي وو څو نجونو ته ځینې سپارښتنې وکړي، يو شمېر هغو نجونو ته چې حجاب یې نه درلود، پوهنتون ته د ننوتلو اجازه نه وه ورکړې چې همدا کار د دې لامل شو چې نجونې په غوسه شي او تظاهرات پیل کړي.»
هغه زياتوي: «د بدخشان پوهنتون ډېری محصلینې هغه شرعي حجاب اغوندي چې مخکې يې ورته سپارښتنه شوې ده، هغوی اوږدې تورې چپنې او لوپټې اغوندي او ماسکونه يا نقابونه اچوي.»
قاضيزاده وويل چې يو شمېر نجونو لاريون پيل کړ، خو نوموړی کله چې پوهنتون ته دننه شو او له نجونو سره يې خبرې وکړې، وضعیت بېرته کنټرول شو.
خو د بدخشان د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ادارې رییس مولوي احمد ميرجواد پژواک ته وويل، د دې ادارې محتسبین هره ورځ د ښار په ناحیو کې بېلابېلو ادارو ته ورځي او خلکو ته سپارښتنې کوي، خو نن د بدخشان پوهنتون ته نه دي تللي.
هغه زياته کړه: «د بدخشان پوهنتون د دعوت او ارشاد کمېټه لري، ښايي همدې کمېټې دغو نجونو ته سپارښتنه کړې وي چې دغه ستونزه رامنځته شوې ده.»
هغه وويل، زموږ ادارې هيڅکله محصلانو ته نه دي ويلي چې چادري او یا حجاب واغوندي؛ ځکه چې د لوړو زدهکړو وزارت له مخکې نجونو زدهکړیالانو ته سپارښتنه کړې وه چې تورې جامې او ماسک واغوندي.»
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن