ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماشومانو د ژغورني اداره: افغان ماشومانو کې د «خطرناکې» خوارځواکۍ کچه ۵۰ سلنه زیاته شوې

د ماشومانو د ژغورني اداره: افغان ماشومانو کې د «خطرناکې» خوارځواکۍ کچه ۵۰ سلنه زیاته شوې

author avatar
31 Oct 2022 - 18:24
د ماشومانو د ژغورني اداره: افغان ماشومانو کې د «خطرناکې» خوارځواکۍ کچه ۵۰ سلنه زیاته شوې
author avatar
31 Oct 2022 - 18:24

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۱): د ماشومانو ژغورنې اداره د دې ترڅنګ چې وايي، افغان ماشومانو کې «خطرناکه» خوارځواکي تر ۵۰ سلنه ډېره شوې ده، پر نړیوالو غږ کړی چې پر افغانانو درول شوې مرستې دې بېرته خوشې کړي.

د «بي بي سي» د راپور په حواله، په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې اداره (سېف چېلډرن) په خپل تازه راپور کې چې نن خپور شوی، ویلي چې د روان زېږديز کال له جنورۍ میاشتې راهیسې، د دوی ګرځنده کلینيکونو ته له خطرناکې خوارځواکۍ سره مخامخ ګڼ ماشومان وروړل شوي او شمېر یې دې موده کې ۴۷ سلنه لوړه شوی دی.

سرچينه زياتوي، د دوی له ډلې یې ځينې له دې امله مري چې پر وخت یې درملنه نه کېږي.

سرچينه وايي، د سېف د چېلډرن ۵۷ ګرځنده روغتیايي ډلو په تېره جنورۍ میاشت کې ۲۵۰۰ له خوارځواکۍ سره مخ ماشومان درملنه کړې وه، خو په وینا یې، تر تېر سپټمبر میاشتې دغه شمېر یو دمي‌ شاوخوا ۴۲۷۰ ته ختلی دی.

په افغانستان کې د ياد سازمان مشر کرېسټوفر نیامنډي ویلي، په یوازې ځان دوی ټول ماشومان نه شي ژغورلی، بلکې لاسنیوی دې یې وشي.

ده زياته کړې: «د ماشومانو ژغورنې ادارې په څېر بشري مرستندویه سازمانونه تر خپله وسه پوره هڅه کوي چې هره ورځ د لوږې له امله د ماشومانو د مړینې مخه ونیسي، خو رښتیا دا دي چې ډېر ماشومان له ژوند ګواښوونکې لوږې سره مخ دي او موږ د ټولو د ژغورلو لپاره ډېر څه په لاس کې نه لرو.»

کرېسټوفر نیامنډي همدا راز پر نړیوالو غږ کړی چې په دې برخه کې دې مرسته وکړي او له افغانستانه ستنې شوې مرستې دې بېرته ورخوشې کړي.

د ماشومانو ژغورنې ادارې په دغه راپور کې ویلي، پنځوس سلنه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي‌.

د سېف د چېلډرن ډاکټرانو ډېره اندېښنه د نجونو پر وضعیت ښوولې او ویلي یې دي چې د هلکانو پر تله ځوانې نجونې له دې امله هم ډېرې زیان لیدونکې دي چې د مور په توګه د شېدو ورکولو لپاره بشپړې تغذیې ته اړتیا لري، خو اوس ترې بې برخې دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د خوړو ناورین او کمښت یو بل لامل هم د افغانستان د اقتصاد سقوط یا پرځېدل دي‌ چې له امله یې د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه لوړه شوې، د خوراکي توکو بیې اسمان ته ختلې او ډېرې کورنۍ د اونیو اونیو لپاره یوازې په وچې ډوډۍ او اوبو د ژوند ګوزاره کوي چې هغه هم کم وررسېږي.

د ماشومانو ژغورنې اداره یا سېف د چېلډرن وايي،‌ کارپوهان هیله من وو چې د فصلونو راټولولو موسمونه او اوړی به په افغانستان کې د لوږې چاره وکړي او ورسره کمه به شي، خو روانې وچکالۍ حاصلات وځپل، کم یې کړل او ډېرۍ کلیوالې کورنۍ د خپلو او د خپلو ماشومانو د خېټو مړولو لپاره اړ شوې چې خپلې ځمکې او څاروي وپلوري.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.