پارون (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ (UNHCR ) په نورستان کې له هغو ۹۰۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړه چې په تېرو کلونو کې د جګړو له امله بېځایه شوې وې او له تېر یوه کال راهیسې بېرته خپلو مېنو ته راستنې شوې دي.
د دغه ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امریت سرپرست مولوي رحمت خان پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ۹۰۰ کورنۍ د نورستان د مرکز پارون او څلورو ولسوالیو واما، وانټ وایګل، برګمټال او نورګرام اوسېدونکې دي چې په تېرو کلونو کې د جګړو له امله له خپلو سیمو نورو ته بېځایه شوې وې.
هغه زیاته کړه، دغه کورنۍ له تېر یوه کال راهیسې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې چې د کډوالو نړۍوال سازمان له لوري ورسره د نغدو پیسو مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته یې ۷۰۰ امریکايي ډالر ورکړل.
دی وايي، له یادو کورنیو سره په مناسب وخت کې شوې مرسته وکړای شي د ژمي له راتګ مخکې خپلې اړتیاوې ورباندې پوره کړي.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن