اټلانټا (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): اسټرالیایي پولیسو د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی دانوشکا ګناتیلاکا په سیډني ښار کې پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور نیولی دی.
د سیډني پولیسو د لړم په ۱۴مه، رسنیو ته ویلي چې د یوې نهه ویشت کلنې ښځې له شکایت وروسته يي پلټنې پيل کړې دي.
د سرچینې په وینا، دې ښځې ادعا کړې چې یاد سریلانکايي لوبغاړي پرې سیډني ښار ته څېرمه په یوه کور کې جنسي تېری کړی دی.
ګناتیلاکا له خپل ملي ټیم سره د نړۍوال جام سیالیو لپاره سیډني ته تللی و.
پر هغه تور دی چې د چهارشنبې په ورځ یې پر دغې ښځې له جنسي تېري مخکې، له څو ورځو راهیسې له هغې سره د انټرنیټ له لارې اړیکې نیولې وې.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، پر ۳۱ کلن ګناتیلاکا د جنسي تېري څلور تورونه پورې شوي دي. محکمې ته د ویډیو له لارې د هغه د حاضرېدو غوښتنه رد شوې ده او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ په فزیکي ډول محکمې ته حاضر کړل شي.
Views: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن