بامیان (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د بامیان مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې د یوه کانال پرانیستې او ګټې اخیستنې خبر ورکوي.
د یاد ولایت د یکاولنګ نمبر دو ولسوال امین رسا پژواک خبري آژانس ته وویل: «د دغې ولسوالۍ اړوند په سبزدره سیمه کې پرون (د لړم ۱۶مه) مازیګر مهال د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت یوه پراختیايي پروژه افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.»
د هغه په خبره، د اوبو رسونې دغه پروژه چې اته کیلومتره مساحت لري، د ملګرو ملتونو پراختیایې پروګرام (UNDP) له خوا جوړه او د اسلامي رفاه موسسې TRW)) له خوا په پاخه او اساسي ډول په سیمه کې پلې شوه.
دغهراز د اسلامي رفاه موسسې رییس کرامالدین برفکي زیاتوي، د اوبو رسونې یادې پروژې په پلې کېدو سره شاوخوا ۶۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبېږي او د سیمې ۳۹۴۰ کسانو ته لنډمهالي کاري فرصتونه هم برابر شوي وو.
د سیمې اوسېدونکي د دا ډول پروژو تطبیق د کرنې د ودې لپاره د اهمیت وړ یادوي.
د سیمې یو اوسېدونکی نجیبالله وایي، په ځينو کلونو کې د اوبو کمښت له امله د ځمکو کرل ناشونی و، خو د اوبو رسونې دې پروژې په تطبیق سره د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شوه او د سیمې خلک یې هیلهمند کړي چې راتلونکي کلونه په دې سیمه کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن