ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تکواندو ملي لوبډلې ته غوراوي سیالیو کې کابل لومړی مقام خپل کړ

د تکواندو ملي لوبډلې ته غوراوي سیالیو کې کابل لومړی مقام خپل کړ

author avatar
10 Nov 2022 - 10:22
د تکواندو ملي لوبډلې ته غوراوي سیالیو کې کابل لومړی مقام خپل کړ
author avatar
10 Nov 2022 - 10:22

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، په خوست ولایت کې د «ITTAF» تکواندو ملي لوبډلې ته د غوراوي په اتم پړاو سیالیو کې کابل لومړی مقام خپل کړ.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپله فیسبوک‌پاڼه کي د دغو څرګندونو ترڅنګ لیکلي، دغه سیالۍ په خوست کې ترسره شوې چې د لسو ولایتونو د تکواندو ۹۰ لوبغاړو په کې برخه اخستې وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ درې ورځې وړاندې پیل شوې وې چې په کې کابل لومړی، هرات دویم او تخار درېيم مقام ګټلی دی.

د يادو سياليو په پاى کې د تکواندو ملي فدراسیون مسوولينو له لوري ګټونکو او غوره لوبغاړو ته کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شوي دي.

Views: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.