کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بشري مرستو په دوام د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله بسته کابل ته راورسېده.
دغه بانک نن (د لړم ۲۲مه) پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «افغانستان ته د مرستهکوونکو هېوادونو د بشري مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیون امریکایي ډالرو نغده کڅوړه راورسېده او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.»
دغه بانک افغانستان ته له قانوني لارو د بهرنیو اسعارو د راتلو هرکلی کوي.
سرچینې له نړۍوالې ټولنې د دغو مرستو له امله د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې افغانستان ته ولېږي.
دغه بانک زیاته کړې، هڅه کوي چې د اصولو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره ښې اړیکې ولري.
دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د تېرې تلې میاشتې په ۱۲مه ویلي وو چې دغه سازمان په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارډ امریکایي ډالر افغانستان ته راوړي څو له میلیونونو افغانانو سره- چې بشري مرستو ته اړ دي- د ژوند ژغورنې مرستې وشي.
د پژواک د یوه راپور له مخې، له افغانستان سره په تېرو نږدې ۱۲ میاشتو کې د بشري مرستو په ۴۵ کڅوړو کې څه باندې یونیم میلیارد امریکایي ډالر نغدي مرسته شوې ده.
د افغانستان بانک وایي، دغه بشري مرستې د امریکا متحده ایالتونه، اروپا او نور هېوادونه کوي او د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې دغه مرستې د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند ډېر مثبت اغېز لري.
Views: 67
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن