مهترلام (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۱): په لغمان کې د ۷۲ ميلیون افغانیو په لګښت د درېيو سربندونو او یو استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې.
د لغمان د والي ویاند مولوي سلامت خان بلال پژواک وویل چې د دولتشاه ولسوالۍ اړوند د دولت شاهي، دړنګي او اولوک سربندونو ترڅنګ، د لمبړي کانال د استنادي دېوال جوړولو چارې پيل شوې.
هغه وايي، پر يادو پروژو ٧٢ ميليونه افغانۍ مالي لګښت راځي چې چارې به يې د نهو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
دغهراز، د سيمې يوه اوسېدونکي محمد رحيم پژواک ته وويل چې د يادو سربندونو په جوړېدو سره به زرګونه جريبه ځمکه خړوبه شي.
همدارنګه، د دولتشاه ولسوالۍ د اولوک کلي اوسېدونکي ګل ولي پژواک ته وویل چې د ياد استنادي ديوال پر جوړېدو به يې ٣٠ جريبه ځمکه د سېلابونو له خطره وژغورل شي.
د يادو ولسواليو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم د دغو پروژو پر پيل خوښي څرګنده کړه او له دولت او موسسو څخه د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.
Views: 58
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن