ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ګیرو ولسوالۍ کې قومي مشرانو د ولور او واده لګښت کمولو پرېکړه کړې

د غزني ګیرو ولسوالۍ کې قومي مشرانو د ولور او واده لګښت کمولو پرېکړه کړې

غزني (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): د غزني د ګیرو ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته د ناوې کورنۍ د زوم له کورنۍ څخه د ولور او وداه په نوم ډېرې پیسې نه شي اخیستلای.

دغه‌راز قومي مشرانو په کم عمر کې د نجونو ودول، په بدو کې یې ورکول او نور ناوړه دودونه د اسلام دین د لارښوونو خلاف ګڼلي او ویلي یې دي، که هره کورنۍ سرغړونه وکړي نو سل زره افغانۍ به جریمه کېږي.

د ګیرو ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي محمد انور پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسوالۍ لسګونه قومي مشران د رحیم‌خېلو کلي په جومات کې راټول شوي وو او پرېکړه یې وکړه چې نور به خلک ډېر ولور نه اخلي، په واده کې به ډېر لګښت نه کوي، نجونې به په کم عمر کې نه ودوي او نه به یې هم په بدو کې ورکوي.

هغه زیاته کړه، قومي مشرانو دا پرېکړه له هغه وروسته کړې چې په دې وروستیو کې دلته لوړ ولور اخیستل او د ناوې د کورنۍ له خوا د زوم له کورنۍ د واده په نوم ډېرې پیسې اخیستل پر یوه دود بدل شوي وو.

د ده په خبره، له دې مخکې په دې ولسوالي کې تر یو میلیون افغانیو د ولور په توګه اخیستل کېدې.

دی وايي، دغه او نورو ناوړه دودونو ډېری ځوانان اړ کړي چې د ولور او واده لګښت پوره کولو لپاره پر ځان سختۍ ومني او د کار لپاره ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

د سیمې یوه بل مخور حاجي محمد عظیم پژواک خبري اژانس ته وویل، ګیرو لویه ولسوالي ده چې لکڼ‌خېل، مرجان‌خېل، موسی‌خېل، تره‌کي، للېزي او اندړ قومونه په کې په مېشت دي، د دغو قومونو د مشرانو له خوا په ګډه د نجلۍ ولور ۳۰۰ زره افغانۍ، په بن د ښځې ولور ۵۰۰ زره افغانۍ او د کونډې ښځې ولور ۱۵۰ زره افغانۍ وټاکل شو.

هغه زیاته کړه: «د ټولو قومونو مشرانو پرېکړه کړې چې د ناوې کورنۍ د زوم له کورنۍ لوړ ولور او د واده د لګښت په نوم ډېرې پیسې نه شي اخیستلای، په کم عمر کې نجونې نشي ودولای او په بدو کې یې هم نه شي ورکولای، که کومه کورنۍ سرغړونه وکړي نو سل زره افغانۍ به جریمه کېږي.»

ها خوا بیا د یادې ولسوالۍ یو ځوان محمد یاسین- چې پنځه کال کېږي کوژده یې کړې خو د ولور او واده پیسې نه دې برابرې کړې- د مشرانو دې پرېکړې خوشحاله کړی دی.

نوموړي پژواک ته وویل، د ناوې کورنۍ د زوم له کورنۍ د ولور پر پیسو سربېره د واده مراسمو پرځای کولو لپاره ملا ماتوونکي لګښتونه غوښتل کېږي چې ډېر ځوانان له دې اړخه له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

دی وايي، قومي مشران باید شوې پرېکړه په جدیت عملي کړي او پرېنږدي چې کومه کورنۍ سرغړونه وکړي.

د غزني ځايي مسوولین او دیني عالمان د قومي مشرانو له خوا د ولور او واده د لګښتونو کمولو په برخو کې د قومي مشرانو پرېکړه پر ځای بولي او وايي، په دې برخه کې د هغوی ملاتړي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نثار احمد غزنوي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ګیرو ولسوالۍ مخورو ډېر ښه ګام اخیستی، په کار ده د نورو ولسوالیو قومي مشران او اوسېدونکي هم ورته اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه، ناوړه دودونه نه یوازې کورنۍ له مالي زیانونو سره مخ کړي، بلکې نورې ټولنیزې ستونزې یې هم زېږولې دي چې د مخنیوي لپاره یې ګډ کار ته اړتیا ده.

د یادونې ده، شاوخوا درې میاشتې مخکې د یاد ولایت په اندړو ولسوالۍ کې هم قومي مشرانو په ورته ګام کې د ولور او واده لګښت کمولو پرېکړه کړې وه چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، تر ډېره عملي شوې او ښې پایلې یې لرلې دي.

Views: 1413

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.