ترینکوټ (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، په مرکز ترینکوټ کې يې په یوه مازدا موټر کې بار سلګونه کیلوګرام د ومان بوټي له یوه کس سره یو ځای نیولي دي.
د ترینکوټ ښار لومړۍ امنیتي حوزې مسوول مولوي دفاعي پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کس چې غوښتل یې په خپل مازدا موټر کې ۸۰۰ کیلوګرام ومان قاچاق کړي، نیول شوی او پوښتنې ترې پيل شوې دي.
هغه زیاته کړه، دغه کس غوښتل په مازدا موټر کې بار ومان لومړی هلمند او له هغه ځایه بهر ته قاچاق کړي.
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د ومان په نوم بوټی د اروزګان په ګډون د فراه، بادغیس، غور او غزني ولایتونو د غرونو په لمنو کې شنه کېږي چې په تېرو کلونو کې د دودیزو یا یوناني درملو په جوړولو کې کارېدل.
خو په وروستیو درېیو کلونو کې د نشهيي توکو قاچاق کوونکي له خلکو دغه بوټی اخلي، د یوې ځانګړې دستګاه په وسیله یې پروسس کوي او د ایفیډرین/ Ephedrine په نوم ماده ترې په لاس راوړي چې له دې مادې د ښیښې او هیروینو په جوړولو کې کار اخلي.
د یوه بل خبر له مخې، امنیتي کسانو په چورې ولسوالۍ کې هم ۲۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي نیولي دي.
په دې اړه د اروزګان امنیې قوماندنۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه دوه سوه کیلوګرامه نشهيي توکي- چې ښیښه، تریاک او چرس په کې شامل دي- په یوه بایفور موټر کې کندهار ته لېږدول کېدل چې ونیول شول.
د یادونې ده، په اروزګان کې له دې مخکې هم په وار وار ومان بوټی او نور نشهيي توکي نیول شوي دي.
Views: 249
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن