فیضاباد (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱): په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د هوايي ډزو له امله، دوه ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون مازیګر د بدخشان د جرم ولسوالۍ اړوند په سینه کلي کې د واده په مراسمو کې د خوښۍ ډزو له ۱۶ کلونو د کم عمره دوو ماشومانو ژوند واخیست او دوه نور یې ټپیان کړل.»
هغه زیاتوي چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د بهارک ولسوالۍ او فیضاباد ښار روغتونونو ته لېږدول شوي او د پېښې عاملین هم نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، هغه کسان چې په یادو مراسمو کې یې ډزې کړې، د سرپرست حکومت امنیتي منسوبین وو چې د پولیسو له خوا نیول شوي او د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته وسپارل شول.
د واده په مراسمو کې هوايي ډزې د بدخشان ولایت د اوسېدونکو یو پخوانی دود دی چې ډېر کله له خلکو قرباني اخلي.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن