Pajhwok Afghan News

رفیع‌الله: که جرګې شخړه نه وای حل کړې، پر اوږدې دښمنۍ اوښتو

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کابل ښار اوسېدونکی رفیع‌الله – چې قومي جرګې یې شخړه ور حل کړې- وایي، که دغه کار نه وی شوای، هم به یې ځان ورک کړی و او هم به یې خپلو بچیانو او لمسیانو ته اوږده دښمني پرېيښې وه.

د کابل ښار د څرخي‌پله سیمې دغه اوسېدونکی، قومي جرګې د شخړو د حل غوره لار بولي او وایي، خوښ دی چې د جرګې او قومي مشرانو د منځګړیتوب له برکته له دښمنۍ ژغورل شوی او اوس له خپل هغه ګاونډ سره چې ترمنځ یې شخړه رامنځته شوې وه، د پخوا په څېر دوستي او راشه درشه لري.

رفیع‌الله وایي: «شاوخوا لس میاشتې مخکې مې اووه کلن زوی د یوه ګاونډي ۱۸ کلن زوی په ډېرې بې‌رحمۍ په سر وهلی و، درې ځایه یې سر مات و او وینې یې پر مخ را بهېدلې، روغتون ته مې یووړ، یوه اونۍ بستر و، د اولاد درد د زغملو نه وي. د ده مات سر ته به مې چې کتل نو هوډ مې کړی و چې خپل کور له یېمې باسم او هغه کس ژوندی نه پرېږدم؛ ځکه هیڅ راته د زغملو نه و چې نور دې هلته ژوند وکړم او یا دې له خپل هغه ګاونډي سره بیا ځلې په کوڅه کې مخ شم.»

دی وایي، په دغه موده کې یې چې زوی په روغتون کې بستر و، څو ځله یې سپین ږیري او قومي مشران کور ته ورغلي وو او د دغو مخورو کسانو تګ راتګ یې تر ډېره غوسه سړه کړه.

رفیع‌الله وایي، وروسته له هغه چې خپل ټپي زوی یې له روغتونه کور ته ولېږداوه، د سیمې قومي مشران یې کور ته ورغلل، جرګه او د دواړو کورنیو ترمنځ یې سوله وکړه او دغه شخړه یې بېرته پر دوستۍ بدله کړه.

هغه زیاتوي: «سړی غوسه وي، نه پوهېږي، د قهر او غوسې پر مهال هر څه ممکن دي، که چېرې همدا قومي مشران غوسه در سړه نه کړي او د شخړو پر مهال د کورنیو ترمنځ پرېکړه ونه کړي، نو دواړه کورنۍ به د خدای په غضب او په اوږدو دښمنیو اخته شي.»

دی وایي چې اوس په هماغه سیمه کې اوسېږي او له خپل ګاونډي سره د پخوا په شان د دوستۍ په فضا کې راشه درشه لري.

«جرګې د افغانانو تاریخي دود دی او باید نور هم پیاوړی شي»

جرګه د افغانانو تاریخي دود دی او له پخوا زمانو یې د هېواد د ملي، سیاسي، قومي او نورو شخړو په حل کې مثبت رول لرلای دی.

پژواک خبري اژانس په روان کال کې له ننګرهار، لوګر او ځينو نورو ولایتونو راپورونه لرل چې د سیمه‌ییزو چارواکو په ګډون، د دغه ډول جرګو له لارې په یادو ولایتونو کې اوږدې دښمنۍ پر دوستۍ بدلې شوې دي.

د راپورونو له مخې، په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه او په لوګر کې بیا د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه هغه دښمني پای ته ورسول شوه چې په ترڅ کې یې دواړو لورو ته تر لسو کسانو مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

«د جرګو له لارې د سیمهییزو ستونزو په حل سره د لویو شخړو مخه نیول کېدای شي»

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ یو قومي مشر او مشهور جرګه‌مار قاري عبدالمالک راشد هم وایي چې لوېې شخړې او دښمنۍ له وړو لانجو پيدا کېږي او که چېرې قومي مشران په خپلو کلیو او سیمو کې له پيله د وړو لانجو او شخړو مخنیوی وکړي او حل یې کړي، نو په اصل کې به د سترو شخړو مخنیوی شوی وي.

د ده په وینا، قومي مشران، دیني علما او نور مخور کسان دنده لري چې په خپلو کلیو کې جرګې وکړي، تر څو دا دود نور هم پیاوړی شي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو پخوانی مرستیال محمدیعقوب احمدزی، هم وایي چې قومي جرګې په افغاني ټولنه کې یو منل شوی دود دی او دغه دود اوس هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې ژوندی دی او خلک خپلې شخړې او لانجې د جرګو له لارې حل کوي، خو هغه وایي، اړینه ده چې دغه دود نور هم عام شي؛ ځکه چې له دې سره په کلیو او قومونو کې شخړې را کمېږي.

دی وایي: «په جرګو کې ناغې (جریمه) کېښودل کېږي، که څوک د جرګې له پرېکړې خلاف عمل وکړي، دا جریمه ترې اخیستل کېږي؛ نو د جرګو پرېکړې او همدا ناغې د دې سبب کېږي چې همدا کورنۍ هم په راتلونکي کې شخړې ونه کړي او هم نورو کسانو ته عبرت کېږي او له دې کار سره د شخړو کچه را کمېږي.»

 احمدزی وایي، د جرګې بله ښېګڼه دا ده چې دواړو لورو ته قناعت ورکول کېږي، د موضوع او شخړې په اړه ژر پرېکړه کېږي او وروسته له هغې دواړه لوري یو بل ته غیږ ورکوي او دښمني یې پر دوستۍ بدلېږي.

د ده په وینا، دا ډول موضوعات په محاکمو کې په میاشتو، میاشتو وخت اخلي او په پای کې به ګټونکی لوری خوښ او بایلونکی لوری خفه وي، خو په جرګه کې د پرېکړې په اړه د دواړو لورو قناعت تر لاسه کېږي او شرط یې دا دی چې له یو بل سره به دوستي کوي.

دی وایي، د دې لپاره چې دغه دود نور هم وغځېږي او راتلونکو نسلونو ته پاتې شي، باید ځوانان هم د قومي مشرانو ترڅنګ په دا ډول جرګو کې د ګډون له لارې په ټولنه کې د تاوتریخوالي په کمولو کې ونډه واخلي.

د احمدزي په وینا، قومي جرګې د حکومت د کارونو مرستندوی دی او باید ملاتړ یې وکړي او د دې لپاره چې دغه دود نور هم عام شي، حکومت باید دا ډول لانجې قومي جرګو ته راجع کړي، څو یې په اړه پرېکړې وکړي.

د حقوقي چارو پوه ودیر صافی هم وایي، جرګې د تاریخ په اوږدو کې په افغاني ټولنه کې ځانګړی ځای لري.

دی وایي، په دې کې شک نشته چې دغه جرګې د لانجو او شخړو په راکمولو کې مثبت رول لرلی شي.

هغه وایي، د معلوماتو له مخې یې اسلامي امارت هم هڅې کوي چې ډېری لانجې او شخړې د سیمې خلکو ته راجع کړي، څو په اړه یې پرېکړې وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د سرپرست حکومت نظر هم واخلو، خو بریالي نه شو.

Views: 133

Exit mobile version